ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بهرني ځواکونه په افغانستان کې له خپلې لویې اډې (بګرام) څخه هم ووتل

2 Jul 2021 - 14:13
2 Jul 2021 - 14:13

کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۰): د پروان سیمه ییز مسوولین تاییدوي چې بهرني ځواکونه نن سهار د بګرام له هوايي وتلي او ټاکل شوې ده د دغه ډګر مسوولیت ډېر ژر افغان ځواکونه په لاس کې واخلي.

د بګرام ولسوال لالا شېرین رووفي پژواک خبري اژانس ته وویل چې بهرنیو ځواکونو نن سهار بګرام هوايي ډګر پرېښود.

هغه زیاته کړه، وروسته له هغه چې بهرني ځواکونه د بګرام له هوايي ډګره ووتل، د سیمې یو شمېر خلک یاد میدان ته دننه شول او ځيني وسایل یې یووړل، خو امنیتي ځواکونو د هغو مخه ونیوله او د دې موضوع په تړاو یې دوه تنه ونیول.

د بګرام ولسوال په دې اړه چې خلکو څومره وسایل او توکي غلا کړي؟ جزئیات ور نه کړل.

په عین حال کې په پروان کې د ملي اردو سرتېرو د جلب او جذب قوماندان عبدالحمید ترین هم تایید کړه چې بهرنیو ځواکونو نن سهار د بګرام له هوايي ډګره ووتل.

هغه وویل چې د ترخیص شوو ۱۵۰۰ کسانو د جلب او جذب پروسه له څه مودې راهیسې پیل شوې او ټاکل شوې په څو ورځو کې د دغه میدان مسوولیت یوه اووه کسیز کنډک ته وسپارل شي.

د نوموړي په خبره، له دې مخکې هم د ملي اردو سرتېري په دغه میدان کې مېشت وو.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د هوکړې پر اساس چې ټول امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال تر نیمايي له افغانستانه وځي.

د نړیوالو ځواکونو دغه اډه شاوخوا دوه لسیزې مخکې رامنځته شوې وه.

Views: 42

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version