ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سلګونو تنو په کابل ښار کې د بهرنيانو د کمپ مخې ته لاريون کړى

سلګونو تنو په کابل ښار کې د بهرنيانو د کمپ مخې ته لاريون کړى

author avatar
22 Feb 2012 - 11:30
سلګونو تنو په کابل ښار کې د بهرنيانو د کمپ مخې ته لاريون کړى
author avatar
22 Feb 2012 - 11:30

کابل (پژواک ٣ کب ٩٠): سلګونه خلکو د بهرنيانو له لوري د قرانکريم د سوځولو په غبرګون په کابل کې د فينکس کمپ مخې ته له تاوتريخوالي په ډکو لاريونونو لاس پورې کړ او د بهرنيو سرتېرو د ډزو له امله يو تن ټپي شو.

خلک وايي، چې امريکايي سرتېرو دوه شپې وړاندې د قرانکريم څلور نسخې د پروان د بګرام په پوځي اډه کې سوځولې دي، خو ايساف وايي، چې د دوى سرتېرو د بګرام په هوايي ډګر کې زياته اندازه ديني کتابونه د قرانکريم په ګډون په غلطه طريقې سره له منځه وړي دي.

د دې کړنې په غبرګون کې سلګونه کسانو نن سهار (د کب٣مه) د بهرنيو ځواکونو اړوند د فينکس کمپ مخې ته لاس په لاريون پورې کړ او پر کمپ يې تېږې واورولې.

لاريون کوونکو له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو او د هغو کسانو د محاکمې غوښتنه وکړه، چې د قرانکريم نسخې يې سوځولې دي.

د پژواک خبريال له سيمې راپور ورکړ، چې همدا اوس له غرمې مخکې (١٠:٣٠) لاريون کوونکو د سړک غاړو کې د ترافيکو د غرفو او د امنيتي پوستو په ماتولو پيل کړى او د ترافيکو يوه غرفه يې ويجاړه کړه.

لاريون کوونکى وايي، چې يوه ٢٥کلن ځوان، چې په لاريون کې يې  برخه اخيستې وه، د بهرنيو ځواکونو د ډزو له امله ټپي شو او اوس هم د بهرنيو ځواکونو له لوري ډزې روانې دي.

د لاريون په پيل کې امنيتي ځواکونه او ملي پوليس سيمې ته ور رسېدلي او اطفايې هم د اوبو په شيندلو سره غوښتل لاريون مات کړي، خو ونه توانېده.

يوه لاريون کوونکي٣٠ کلن ثناگل وويل: ((بهرنيو ځواکونو زموږ دين او کتاب ته سپکاوى کړى، نو بايد له افغانستان څخه و ايستل شي او هغه کسان چې د يادې کړنې عاملين دي، شديداً بايد مجازات شي.))

هغه زياته کړه، که چېرې يې عاملين مجازات نه شي، نو خپل لاريونونو ته به دوام ورکړي.

٥٠ کلن حاجي محمدهوتک يوه بل لاريون کوونکي په داسې حال کې، چې د فينکس پر کمپ يې ډبرې وارولې وويل: ((موږ دا سپکاوى نه شو زغملى، زموږ دين او کتاب ته سپکاوى شوى.))

ياد سپين ږيري زياته کړه، چې بايد عاملين يې سخت مجازات شي، څو نور بهرني سرتېري د اسلام مقدساتو ته د سپکاوي جرئت ونه شي کړاى.

د کابل-جلال اباد لويه لاره د ياد لاريون له امله د ترافيکو پرمخ تړل شوې او لاريون کوونکي د فينکس له کمپ څخه د کابل ښار پر لور روان شوي دي.

تېره ورځ سلګونه تنو د قرانکريم د سوځولو په غبرګون کې د کابل د پلچرخي په سيمه کې سوله ييز لاريون وکړ، خو د بګرام د هوايي ډګر د دروازې مخې ته له تاوتريخوالي ډک لاريون ترسره شو او لاريون کوونکو د بګرام د هوايي ډګر د ساتونکو غرفه وسوځوله.

په داسې حال کې، جمهوري رياست امر کړى، څو د يادې موضوع د څېړلو لپاره بګرام ته پلاوى ولېږي، تېره ورځ مشرانو جرګې هم بګرام ته يو پلاوى استولى دى.

په افغانستان کې د ايساف عمومي قوماندان جنرال جان الن وايي، چې د ايساف سرتېرو د بګرام په هوايي ډګر کې د قرانکريم په ګډون يو شمېر زيات ديني کتابونه په غلطه توګه له منځه وړي، خو زياتوي، چې دغه کار په هېڅ ډول په قصدي توګه نه و.

هغه د دې په ويلو سره، چې په راتلونکي کې به داسى کړنه ترسره نه شي، زياته کړه: ((موږ په دې اړه په جدي توګه څېړنه کوو او د يادې کړنې په اړه له ولسمشر، حکومت او د افغانستان له خلکو څخه بښنه غواړو.))

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.