کابل (پژواک،۱۴چنګاښ ۱۴۰۰): د ولسي جرګې ځینې غړي له نظام څخه د ملاتړ ترڅنګ د سولې او خبرو له لارې د افغانستان د مسالې پر حل ټینګار کوي او وايي چې هېڅ لوری د زور له لارې واک ته نه شي رسېدلای.
یو شمېر وکیلانو د جرګې په نننۍ عمومي ناسته کې پر طالبانو نیوکې هم وکړې.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د جرګې په نننۍ ناسته کې طالبان د افغانستان راتلونکي لپاره د پلان پر نه لرلو تورن کړل او ویې ویل: ((د ولسوالیو سقوط له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته اټکل شوی بدلون و، خو دغه بدلون به په هېڅ ډول د نظام او ملي حاکمیت د جدي ګواښ لامل نه شي.))
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په وروستیو شاوخوا دوو میاشتو کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې تر ۱۵۰ ډېرې ولسوالۍ نیولې دي.
رحماني له جزییاتو پرته وویل، طالبانو ځينې زېربناوې، عامه ځایونه او نظامي وسایل تخریب کړي او د دوی دغه ډول کړنې ښيي چې «دوی د هېواد له ویجاړۍ پرته» بل هېڅ پروګرام نه لري.
طالبان دغه ډول څرګندونې ردوي.
د ولسي جرګې رییس وویل: ((افغان ملت په سختو ورځو کې دی، د طالبانو د بریدونو ډېروالی، د عامه نظم ګډوډي، کرونا ویروس خپرېدل، فقر او بېکاري، د داخلي بېځایه شوو د څپې ډېروالی او نامشروع جګړه د اندېښنې وړ دي، خو سربېره پر دې هم حکومت باید امنیتي وضعیت ته منظمه ستراتېژي ولري.))
هغه وویل: ((زه له ټولو ملي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو چې د نظام په چوکاټ کې د امنیتي ځواکونو د دفاع توان لري غواړم چې د پردیو دسیسو د شنډولو لپاره خپل ټول توان درېغ نه کړي، د خلکو استازي باید په مستقم یا غیر مستقیم ډول خلک د دولتي ادارو په ځانګړې توګه له امنیتي ځواکونو سره همکارۍ ته وهڅوي.))
خو هغه زیاته کړه چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سربېره باید د سولې خبرو دروازه بنده نه شي او دغه بهیر باید چټک شي.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې بین الافغاني خبرې چې شاوخوا یو کال مخې دوحه کې پیل شوې بن بست ته تللې او په دغه موده کې د خبرو پر طرزالعمل له توافق پرته هېڅ لاسته راوړنه نه لري.
د ولسي جرګې منشي محمد کریم اتل هم د سولې خبرو د چټکتیا غوښتنه وکړه او ویې ویل: ((نن باید طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي، بهرنیان ووتل، له ورور وژنې او افغان وژنې دې لاس واخلي او په هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره دې هڅې وکړي.))
په دې جرګه کې د بادغیس د خلکو استازي ضیاءالدین اکازي طالبانو ته په خطاب کې وویل: ((اوس بهرنیان ووتل، د جګړې لپاره هېڅ پلمه نه ده پاتې، راخئ له ورور وژنې او د عام المنفعه ځایونو له ویجاړولو لاس واخلئ.))
هغه هم په هېواد کې ژر تر ژره د سولې خبرو پر پیلېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، هېڅ لوری په زور واک ته نه شي رسېدلای او یوازینۍ لار تفاهم او خبرې دي.
خو په دې جرګه کې د لوګر د خلکو استازي شاه پور حسین زوی د ځینو ولسوالیو سقوط ته په اشاره ولسمشر ته په خطاب کې وویل: ((که مو معامله کړې وي، نور د وطن سرتېري مه وژنئ، له طالبانو سره جوړ شئ، هر څه چې غواړي ور یې کړئ او د ۲۰ کلونو لاسته راوړنو د له منځه تلو او ویجاړیو مخه ونیسئ.))
د جرګې ځينې نور غړي هم په هېواد کې د ځینو ولسوالیو پر سقوط د اندېښنې ترڅنګ وايي چې د ځینو سیمو تر سقوط وروسته طالبانو ته ډېر وسایل او تجهیزات په لاس ورغلل او د امنیتي سکتور مسوولین باید د ځواب ورکولو لپاره ولسي جرګې ته را وبلل شي.
د ولسي جرګې رییس د جرګې د دفاعي چارو او داخلي امنیت کمېسیونونو ته دنده ورکړه چې د امنیتي چارو مسوولین استجواب او راپور یې تالار ته وړاندې کړي.
Views: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن