ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: پر کندهار ښار د وسله والو برید په شا وتمبول شو

چارواکي: پر کندهار ښار د وسله والو برید په شا وتمبول شو

author avatar
9 Jul 2021 - 22:08
چارواکي: پر کندهار ښار د وسله والو برید په شا وتمبول شو
author avatar
9 Jul 2021 - 22:08

کندهار (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۰): د کندهار ملکي او نظامي چارواکي وايي، پر کندهار ښار د وسله والو طالبانو برید په شا تمبول شوی او اوس په بېلابېلو ساحو کې د امنیتي ځواکونو له خوا چاڼیز عملیات روان دي.

له کندهار ښار ور ها خوا په ژیړۍ، ډنډ، تخته پل او سپين بولدک ولسوالیو کې هم جګړې روانې دي چې د چارواکو په وینا وسله والو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

نن سهار مهال وسله والو طالبانو هڅه وکړه چې د کندهار ښار په لوېدیځه څنډه کې د ۷مې امنیتي حوزې د بېلابېلو ساحو له لارې کندهار ښار ته ننوځي چې امنیتي ځواکونو یې مخنیوی وکړ.

دغې پېښې د کندهار ښار یان د څه مودې لپاره اندېښمن کړل خو د کندهار د والي په ګډون ملکي او نظامي چارواکي د جګړې لومړۍ کرښې ته لاړل او له هماغه ځایه یې خلکو ته د امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکړ.

د کندهار والي روح الله خانزاده وايي، وسله والو طالبانو تبلیغاتي جګړې ته زور ورکړی او سهار یې داسې اوازې خپرې کړې چې ګواکې د کندهار محبس یې محاصره کړی دی.

دی وايي، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ډګر جنرال ولي محمد احمدزی، د کومانډو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال هیبت الله علیزی، د ملي امنیت مرستیال جنرال غفار خان تڼی او ګڼ نور لوړ پوړي جنرالان په کندهار کې دي او د وسله والو طالبانو پر ضد د عملیاتو رهبري کوي.

ده کندهار ښاریانو ته ډاډ ورکړ چې په ډاډه زړه ژوند وکړي او وسله والو ته به اجازه ور نه کړي چې ښار ته داخل شي.

د کندهار امنیه قوماندان لوی پاسوال سالم احساس چې تېره ورځ په دې دنده ګومارل شوی د جګړې له لومړۍ کرښې ورته څرګندونې وکړې.

نوموړی وايي، د کدهار د قومي مشرانو او ولس په ملاتړ د طالبانو په خلاف جګړه پیل شوې او ګڼ تازه دمې ځواکونه کندهار ته رسېدلي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د کندهار ښار د وروستي امنیتي وضعیت په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، همدا اوس د کندهار ښار د ۷مې امنیتي حوزې اړوند په میربازار سیمه کې د پولیسو، ملي امنیت او ملي اردو د ځانګړو ځواکونو له خوا چاڼيز عملیات روان دي.

هغه وویل، د وسله والو طالبانو برید په شا تمبول شوی او درنه مرګ ژوبله اوښتې ده خو دا چې په سیمه کې جګړه ده، کره شمېره یې معلومه نه ده.

ده یادونه وکړه چې په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن صادق عیسی پژواک خبري اژانس ته وویل، ګډ امنیتي او دفاعي ځواکونه په کندهار ښار، ژیړۍ، ډنډ، تخته پل او سپین بولدک کې د وسله ولو طالبانو پر ضد په عملیاتو بوخت دي.

ده یادونه وکړه، د کندهار ښار د ۷مې امنیتي حوزې په بېلابېلو ساحو کې، چېرې چې وسله والو طالبانو جګړه پیل کړې او ښار ته یې د ننوتلو هڅه کوله، دا مهال چاڼيز عملیات روان دي.

د ۷مې حوزې اړوند د میرویس مېنې، میربازار، پنجوايي دوه لارې او یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکو پژواک ته وویل چې په یادو شوو سیمو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

د دې سیمې یوه اوسېدونکي جاوېد پژواک خبري اژانس ته وویل، خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې دي، په لارو او سړکونو کې امنیتي ځواکونه لیدل کېږي چې له وسله والو سره په جګړه بوخت دي.

ده زیاته کړه، په یو شمېر کورونو کې د هاوان مرمۍ لګېدلي چې تر ۱۰ ډېر ملکي وګړي (ماشومان، ښځې او نارینه) یې ټپيان کړي دي.

دغه راز ده دا هم وویل چې له دې سیمې لسګونه کورنۍ وتلې او نورې هم د جګړې له امله د وتلو په حال کې دي.
د کندهار د میرویس روغتون یوه ډاکټر پژواک خبري اژانس ته وویل، د جګړې له امله د ۷مې حوزې له بېلابېلو ساحو څخه ۹ تنه ټپيان وروړل شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

دغه ډاکټر وايي، یاد شوي کسان په کورونو کې د هاوانونو د لګېدو له امله ټپيان شوي دي.

بل خوا په تخته پل ولسوالۍ کې هم د وسله والو بریدونه په شا تمبول شوي دي.

د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان هاشم رېګوال پژواک اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې پر دې ولسوالۍ بریدونه پیل کړي، هڅه کوي ولسوالۍ سقوط او د کندهار- سپين بولدک لاره ولکه کړي.

د ده په خبره، وسله والو په دې لړ کې د دغې لویې لارې ۳ پلونه په ماینونو الوځولي دي.

دی وايي، د وسله والو طالبانو بریدونه یې په شا تمبولي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

ده ادعا وکړه چې په مخامخ جګړه کې یې ۱۲۰ وسله وال وژلي چې مړي تر اوسه د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

وسله والو طالبانو په کندهار کې د خپلو پیل کړو بریدونو په اړه تر دې مهاله څه نه دي ویلي.

په کندهار ښار او یو شمېر ولسوالیو ژیړۍ، ډنډ، تخته پل او سپین بولدک کې تر هغه وروسته جګړو زور اخیستی چې طالبانو د کندهار ولسوالۍ غورک، میوند، نېش، شاولیکوټ، خاکرېز، میانشین، پنجوايي او معروف ولسوالۍ سقوط کړې.

اوسمهال جګړه د کندهار ښار تر څنډو را رسېدلې چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د کندهار وروستۍ امنیتي پېښې په جدي توګه څېړل کېږي او د امنیتي وضعیت د استقرار په موخه بنسټيز بدلونونه پر لارې دي.

جنرال عبدالستار میرزکوال د یوه پلاوي په ملتیا چې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز، د ملي امنیت اپراتیفي مرستیال او د کومانډو ځواکونو مسوولین په کې شامل دي، د کندهار د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه دوې ورځې مخکې دې ولایت ته راغلی دی.

دغه پلاوی وايي، د ولسمشر په لارښوونه له یوه باصلاحیته پلاوي سره کندهار ته راغلی څو امنیتي وضعیت له نژدې وڅېړي.

هغه زیاته کړه، څه چې په کندهار کې پېښ شوي، په جدي توګه کار ورباندې کوي او په دې ولایت کې د امنیتي وضعیت لپاره بسنټیز پلانونه تر کار لاندې دي.

Views: 59

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.