ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محسن داوړ: څوک چې ځان د اسلام مدافع بولي او د لمونځ پرمهال بریدونه کوي، الله ج سره دښمني کوي

محسن داوړ: څوک چې ځان د اسلام مدافع بولي او د لمونځ پرمهال بریدونه کوي، الله ج سره دښمني کوي

author avatar
21 Jul 2021 - 22:55
محسن داوړ: څوک چې ځان د اسلام مدافع بولي او د لمونځ پرمهال بریدونه کوي، الله ج سره دښمني کوي
author avatar
21 Jul 2021 - 22:55

کابل ( پژواک ۳۰ چنګاښ۱۴۰۰) د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ ویلي، هغوی چې د افغانستان دښمني کوي د الله ج دښمني کوي یو څوک چې ځان د اسلام مدافع بولي او بلې خوا مسلمان د لمونځ کولو په وخت کې وژني د ذلالت او د الله ج سره د دښمني وروستي حد کې دي.

هغه دا څرګندونې پخپل فیسبوک کې کړې او  د لر او بر افغانانو او ټولو پښتنو ته د لوی اختر مبارکي ورکړې ده.
هغه زیاته کړې،  د اخترونو خوشالۍ د لوی الله ج لخوا د نړۍ ټولو مسلمانانو لپاره د خوشالۍ ځانګړې تحفه ده چې ورکول کېږي خو افغانان څلور لسیزې کېږي چې د الله ج دا سترې خوشالۍ په ویرونو ، بندیخانو او خپګانونو کې تېروي.
داوړ ویلي،  د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر ، حنیف پښتون،اویس ابدال او نور ګڼ ملګري چې د خوشالۍ په د موقع کې د خپلو کورنیو په ځای د پاکستاني ریاست تر جبر لاندې بې ګناه په بند کې پراته دي د اختر مبارکي ورته ورکوم.

هغه وایی: ” زه د پاکستان ریاست ته دا خبره مخامخ کوم چې د ظلم خلاف راوتی دا غږ به نه په بندیخانو چپ شي او نه هم په دړکو باندې.”

محسن داوړ ویلي،  په کابل ښار باندې د توغندیو بریدونه په داسې مهال کېږي چې افغان ولسمشر او د کابینې مهم غړي د اختر لمونځ په ادا کولو بوخت وو،  هغوی چې د افغانستان دښمني کوي د الله ج دښمني کوي یو څوک چې ځان د اسلام مدافع بولي او بلې خوا مسلمان د لمونځ کولو په وخت کې وژني د ذلالت او د الله ج سره د دښمني وروستي حد کې دي.

د هغه په وینا، د کابل پرونی برید  دا ثابتوي چې طالبان سولې ته ژمنتیا نه لري او غواړي چې د سولې پروسه سبوتاژ کړي او دا خوښوي چې د زور له لارې په خلکو واکمني وکړي چی دا د لر او بر افغان ته د منلو وړ ده.
داوړ ویلي:” یو ځل بیا په لر او بر افغان غږ کوم چې موږ به دا ځل هیڅکله نویمې لسیزې ته نه ستنېږو دا ځل به لر او بر افغان یو ځای د خپل دښمن مقابل کې چې تل یې پښتون وژلی، ځپلی، لوټ کړی ده ودرېږو او په ګډه به دلوی افغانستان ارمان پوره کوو.”

Views: 740

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.