کابل (پژواک، ۳۰چنګاښ ۱۴۰۰) : د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي چې امریکا او متحدین یې باید له افغانستان سره د مالي مرستې په برخه کې یو ډول مسوولیت ولري.
د سپوټنیک د خبر په اساس، ضمیرکابلوف د چنګاښ په ۳۰ مه ویلي، هېواد یې په دې باور دی چې امریکا او متحدین یې باید له افغانستان سره د مالي مرستې په برخه کې یو ډول مسوولیت ولري او له یاد هېواد سره دې اقتصادي مرستې وکړي.
هغه ویلي چې امریکا او متحدینو یې د افغانستان په نا بریالیو عملیاتو کې برخه درلوده نو باید چې ټول یو ډول د مالي مرستې په برخه کې هم ونډه واخلي. ټول باید د افغانستان د ځان بساینې په موخه مالي او اقتصادي مرستې وکړي.
کابلوف وایي چې طالبان له جنګ څخه ماړه شوي، اوس یې درک کړې چې باید له سیاسي لارې د افغانستان شخړه حل کړي.
نوموړی وایي چې د طالبانو له کلیماتو او نیت څخه ښکاري چې هغوی سیاسي روغې جوړې ته چمتو دي.
د روسیې یاد استازی په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې امریکا او یو شمېر متحدین یې مخکې له دې چې د خپلو هېوادونو سرتېري له افغانستان څخه وباسي د اوږد مهاله مالي مرستو ژمنې کړې دي.
د سولې په برخه کې هم د نړیوالو په مرسته له لسو میاشتو راهیسې په قطر کې د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې روانې دي، خو لا تراوسه هم دواړه لوري کوم سیاسي توافق ته نه دي نږدې شوي.
Views: 248
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن