ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: د افغانستان د سولې خبرې باید په جدي او صادقانه ډول پیل شي

ملګري ملتونه: د افغانستان د سولې خبرې باید په جدي او صادقانه ډول پیل شي

author avatar
28 Jul 2021 - 19:23
ملګري ملتونه: د افغانستان د سولې خبرې باید په جدي او صادقانه ډول پیل شي
author avatar
28 Jul 2021 - 19:23

کابل (پژواک،۶ زمری ۱۴۰۰): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازې د افغانستان د قضیې د حل یوازینۍ لار د سولې ګړندۍ خبرې او پر سختو دریځونو بیا کتنه بولي او وایي چې هیڅ نړیوال تمویلوونکی به له استبدادي دولت څخه ملاتړ ونه کړي.

د نظارت او انسجام د ګډ بورډ ځانګړې ناسته د ولسمشر محمد اشرف غني، د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، کابینې غړو او په کابل کې د مېشتو یو شمېر دیپلوماټانو په ګډون نن په ارګ کې ترسره شوه.

د نظارت او انسجام ګډ بورډ یو مشترک میکانیزم دی چې دولت او نړیواله ټولنه په کې د سولې ملي چوکاټ او افغانستان د پراختیا دویم سند ته د لومړيتوب ورکولو، د افغانستان د مشارکت چوکاټ راپور ټولیزو اصولو ته بیاکتنې، د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو پیاوړي او پراخه کولو، د دوه اړخیزو ژمنو پوره کولو او د لاسته راړونو د ساتلو لپاره د مشارکت د تقویې لپاره د یو او بل ترڅنګ قرار لري.

ملګرو ملتونو د یادې غونډې موخه د نړیوالو مرستندویانو له خوا په افغانستان کې روان بحران په رسمیت پېژندل او د کړکېچ د مدیریت لپاره د افغان حکومت پر ستراتیژیک لید باندې د دوی ډاډه والی بللی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز غونډې ته وویل چې د افغانستان د اوږدې مودې مسایلو ته د رسېدو لپاره باید د سولې خبرې په کلکه او ښه باور سره پیل شي.

هغې وویل چې د افغانستان د قضیې یوازینۍ حل په جدي ډول او صداقت سره د سولې خبرو ګړندي کول دي.

د هغه په ​​وینا، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي او جګړو زیاتوالی، دې ډلې ته مسولیتونه متوجه کوي.

لاینز زیاته کړه چې نړۍ له نږدې د دغې ډلې د کړنې څرنګوالی څاري .

هغې وویل: «موږ ټول باید پر هغه کلکو سیاسي دریځونو له سره غور وکړو چې ښایې موږ یې ولرو، د افغانستان خلک له موږ څخه ډېر تمه لري.»

هغې زیاته کړه: «د خبرو اترو پر مېز له پرمختګ پرته، له بشري حقونو سرغړونې دوام لري او طالبان به په نړیواله ټولنه کې د باور وړ ملګري په توګه ونه لیدل شي.»

لاینز په خپلو خبرو کې وویل: «د جګړې په ډګر کې له پرمختګ سره، طالبانو ته مسوولیتونه متوجه کېږي، نړۍ یې له نږدې څاري چې دوی څنګه عمل کوي، هیڅ لوی تمویلوونکی به پر ښځو له ظلم، د اقلیتونو په وړاندې له تبعیض کوونکي، د نجونو تعلیم له پامه غورځوونکي یا یوه ظالم دولت له رامنځته کېدو سره مالي مرسته او ملاتړ ونه کړي.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې یادې ناستې ته وویل چې د افغانستان ۱۸میلیونه خلک بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او د دوی اړتیاوو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

هغه له افغان حکومت او نړیوال ملاتړ کوونکو وغوښتل چې د دغو خلکو اړتیاوې پوره کړي.

لاینز زیاته کړه چې ملګري ملتونه د ملکي سازمان په توګه له افغانستان او هغو خلکو چې په دې هېواد کې بشري مرستو ته اړتیا لري ملاتړ ته دوام ورکوي.

هغې وویل چې نننۍ ناسته په یوه ډیر حساس وضعیت کې د اساسي لاسته راوړنو د ساتلو لپاه ترسره شوه.

Views: 29

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.