کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۰) : د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر جی شنکر وایي چې له امریکا سره یې موافقه کړې چې په افغانستان کې د زور له لارې د واک ترلاسه کولو مخالف دي.
هندي رسنیو د زمري په ۷مه، خبر ورکړی چې نوموړي دغه څرګندونې نن په نوي ډیلي کې د دغه هېواد مشرانو جرګې (راجیه سبا) ته کړې دي.
هغه دغه څرګندنې په داسې حال کې کړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هند ته په رسمي سفر تللی او له هندي چارواکو سره یې د افغان سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، له بلینکن سره یې د افغانستان د وروستیو حالاتو او سولې پروسې په اړه په تفصیل سره خبرې کړې دي.
ډاکټر جی شنکر وایي، ده او بلینکن په افغانستان کې د زور له لارې د واک له ترلاسه کولو سره مخالفت وکړ.
د هغه په وینا، د افغانستان قضیه نظامي حل لاره نه لري او نه هم څوک په زور د واک اخیستلو هڅه وکړي، هند له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار کوي څو افغان شخړې ته سیاسي حل لاره وموندل شي.
د یادونې ده، چې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي و چې که طالبان په زور د واک نیولو هڅه وکړي، نو افغانستان به یو منزوي هېواد شي.
Views: 243
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن