ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار کوټ او بټي کوټ ولسواليو کې د ملي دسترخوان پروګرام پيل شو

د ننګرهار کوټ او بټي کوټ ولسواليو کې د ملي دسترخوان پروګرام پيل شو

author avatar
2 Aug 2021 - 18:34
د ننګرهار کوټ او بټي کوټ ولسواليو کې د ملي دسترخوان پروګرام پيل شو
author avatar
2 Aug 2021 - 18:34

جلال اباد (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۰):  د کليو پراختيا رياست له لوري د ننګرهار په دوو ولسواليو کوټ او بټي کوټ کې د ملي دسترخوان د مرستو د وېش پروګرام پيل شو.

مسوولين وایي، دا مرستې به د دغو ولسواليو ۹۰ سلنه کورنيو ته ورکول کېږي چې هرې کورنۍ ته د څلور زره افغانيو په لګښت به خوراکي توکي ورکول کېږي.

د مرستو د لړۍ پيل د زمري په ۱۱مه د ننګرهار ولايت مرستيالې او کليو بيارغونې او پراختيا رياست مسوولينو له لوري وشوه.

د ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ وويل، چې د ملي دسترخوان برنامې له لارې به ۹۰ سلنه کورنيو ته د څلور زره افغانيو په ارزښت د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته ورسيږي؛ خو پر مسوولينو يې ټينګار وکړ چې لومړيتوب بیوزله کورنيو ته ورکړي.

نوموړې همدا راز د سيمې له خلکو وغوښتل چې د امنيت په تامين کې حکومت سره همکاري، د مېرمنو حقونو ته پاملرنه او ورته د زده کړو زمينې برابرې کړې.

د کليو پراختيا او بيارغونې رييس امان الله مياخېل وويل، په بټي کوټ ولسوالۍ کې يې د نصرت خېلو له سيمې څخه ۳۰۸ کورنيو ته د موادو په ورکړې سره د مرستې لړۍ پيل کړه، چې زرګونه کورنۍ به ترې برخمنې شي.

د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي عزيزالرحمن غوښتنه وکړه چې له دغه پروګرام څخه بايد ټول اړمن خلک برخمن شي او د پروګرام تر بشپړېدو وروسته بايد سروې وشي چې ټولو اړمنو خلکو ته مرستې رسېدلي او که نه.

دغه راز د ننګرهار د کليو پراختيا رييس امان الله مياخېل وويل چې د ملي دسترخوان د پروګرام له لارې به کوټ ولسوالۍ کې هم چې نن يې پرانیسته وشوه، ۴۵۱۵ کورنیو ته خوراکي او غير خوراکي توکي ووېشل شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په ياده ولسوالۍ کې ۸۱ شوراګانې شته چې شل شوراګانو ته د مرستې وېش په موخه مواد ورکړل شوي او ډېر ژر به نورو شوراګانو ته هم د موادو وېش زمينه برابره شي.

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.