ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د تېرې شپې موټربم چاودنه کې ۸ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي

کابل کې د تېرې شپې موټربم چاودنه کې ۸ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي

author avatar
4 Aug 2021 - 10:19
کابل کې د تېرې شپې موټربم چاودنه کې ۸ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي
author avatar
4 Aug 2021 - 10:19

کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۰): د افغانستان د ملي دفاع وزیر جنرال بسم الله خان محمدي کور ته څېرمه ډله ییز برید د څلورو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي د زمري په ۱۳مه پژواک اژانس ته وویل چې دغه برید پرون له ماښام وروسته د کابل ښار د لسمې حوزې اړوند د شېرپور په سیمه کې وشو.

هغه زیاته کړه چې بریدګرو لومړی د موټربم په وسیله چاودنه وکړه او بیا یې یوه کور ته ننوتل او له امنیتي ځواکونو سره یې جګړه پیل کړه.

ستانکزی وویل چې د پولیسو د ځانګړې قطعې قوماندان په مشرۍ امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل او له څلورو ساعتونو جګړې وروسته یې څلور واړه بریدګر ووژل.

نوموړی وایي چې په دغه برید کې  ۸ کسان وژل شوي او ۲۰ نور تپیان دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي چې د پولیسو له خوا ۳۰ ملکي وګړي د جګړې له ساحې و ایستل شول او د مرګ ژوبلې مخه یې ونیوه.

بلخوا په کابل کې د ایمرجنسي روغتون په ټویټر کې لیکلي چې تېره شپه له یادې پېښې ورته څلور جسدونه او ۱۱ ټپیان ور وړل شوي دي.

له یادې پېښې وروسته د ملي دفاع وزیر جنرال بسم الله خان محمدي په یوه ویډیویي پیغام کې وویل چې دی او د کورنۍ غړي یې روغ دي، یواځې څو ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

هغه ویلي چې د برید پر مهال په کور کې نه و.

Views: 149

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.