ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن په دویمه ورځ هم د کندهار پر هوايي ډګر د راکټي بریدونو له امله الوتنې ځنډېدلې دي

نن په دویمه ورځ هم د کندهار پر هوايي ډګر د راکټي بریدونو له امله الوتنې ځنډېدلې دي

author avatar
8 Aug 2021 - 15:34
نن په دویمه ورځ هم د کندهار پر هوايي ډګر د راکټي بریدونو له امله الوتنې ځنډېدلې دي
author avatar
8 Aug 2021 - 15:34

کندهار (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۰): د کندهار پر احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر راکټي برید شوی چې له امله یې نن په دویمه ورځ هم ملکي الوتنې ځنډېدلې دي.

تېره ورځ پر یاد شوي هوايي ډګر راکټي برید شوی و چې له امله یې الوتنې ځنډېدلې وې، چارواکو ویلي وو چې نن به بېرته الوتنې په عادي توګه پیل شي.

خو نن سهار شاوخوا لس بجې یو ځل بیا پر دغه هوايي ډګر راکټي برید شوی دی.

د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر مسوول مسعود پښتون پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار شاوخوا لس بجې له نامعلوم لوري څخه پر هوايي ډګر راکټونه توغول شوي چې مالي او ځاني زیان نه لري، خو الوتنې ځنډېدلې دي.

هغه زیاته کړه، هیله لرو چې له دوه ورځني ځنډ وروسته سبا بېرته په عادي بڼه الوتنې پیل شي.

دی وايي: ((په تېرو لسو ورځو کې د کندهار پر هوايي ډګر ۲۱ راکټونه توغول شوي چې ځاني زیان نه لري، خو البته له دې امله څو ځله ملکي الوتنې ځنډول شوې دي.))

د ده په خبره، د هوايي ډګر او الوتنو د خوندیتوب لپاره تدابیر شته چې له مخې یې د هوايي ډګر دننه او بهر ۲۴ ساعته هوايي او ځمکنۍ ګزمې ترسره کېږي.

نوموړي وویل، هغه مهال چې په دغه هوايي ډګر کې بهرني ځواکونه مېشت وو، په داسې حال کې چې هوايي دفاع سیسټم یې هم درلود خو کله نا کله ورته بریدونه کېدل.

دی وايي، دغه بریدونه د وسله والو له خوا د وېرې خپرولو په موخه کېږي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا نن پر کندهار ولایت مقام هم د چریکي هاوان دوه مرمۍ توغول شوي چې کوم زیان نه لري.

یوې امنیتي سرچینې پژواک اژانس ته وویل، هاوانونه له نامعلوم لوري د ولایت مقام په انګړ کې لګېدلي چې هیڅ راز ځاني او مالي زیان نه لري.

احمد شاه بابا هوايي ډګر له کندهار ښار څخه د ۱۶ کیلومتره په واټن د کندهار- سپین بولدک پر لویه لاره موقعیت لري چې له تېرو څو ورځو راهیسې دغه هوايي ډګر ته څېرمه په ډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده.

Visits: 28

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.