کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۰): دوحه کې د افغان سولې په اړه دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان پر ښارونو د بریدونو د بندېدو او اوربند غوښتنه شوې او د افغانستان له حکومت او طالبانو غوښتل شوي چې پر یو ټولشموله حکومت سره سلا شي.
دغې غونډې چې په دوحه کې د قطر په کوربه توب جوړه شوې وه. په دغه غونډه کې د افغانستان د سولې عالي شوار مشر ډاکټر عبدالله، د طالبانو استازو او د تاجکستان، هندوستان، ترکیې، ترکمنستان، قطر، امریکا، جرمني او ناروې هیوادونو استازو ګډون کړی و.
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تيره ورځ (زمري ۲۱) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په یاده غونډه د افغان مذاکراتي ډلو سره تر دوو ورځنیو بحثونو وروسته په افغانستان کې د مذاکراتو له لارې پر سیاسي هواري ټینګار وشو.
هغه وایي: "که چیري طالبان په زور سره دولت ونیسي هغه به په افغانستان کې یو "رټل" شوی دولت وي."
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې د ولایتونو پر مرکزونو بریدونه ډېر کړي او تر اوسه یې د ۱۶ ولایتونه مرکزونه هم نیولي دي.
د یادې غونډې په پای کې د سیمې او نړۍ هیوادونو په استازیتوب یوه اعلامیه You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن