ښرنه (پژواک، ١٤ وږى ١٤٠٠): طالبانو د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې ١٧ موټره پوځي توکي او زړې اوسپنې نيولي چې پاکستان ته قاچاق کېدل.
د اورګون ولسوال مولوي فاروق د زمري په ١٤ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه توکي تېره شپه د طالبانو له لوري نيول شوي دي.
هغه وايي چې په دغو موټرو کې پوځي توکي، قيمتي خاوره، جست او زړې اوسپنې بار دي او دغو کسانو غوښتل چې پاکستان ته يې قاچاق کړي.
ده وويل چې د يادو توکو د انتقال په تور دوه کسان هم نيول شوي دي.
د نيول شوو کسانو له ډلې څخه احمد شاه پژواک ته وويل چې دغه توکي يې د کابل له څرخي پله زندان څخه بار کړي و او غوښتل يې د انګور اډې له لارې یې پاکستان ته انتقال کړي.
هغه وايي: ((موږ په دې پوه نه و چې په دغو موټرو کې لاندې نظامي شيان هم ځاى پرځاى شوي دي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ټانګونو دروازې، د کمپيوټرونو پروزې، جست او ځينې نور توکي په دغو موټرو کې بار دي.
بل لورته په انګور اډه کې د سرحدي دروازې مسوول ياسين پژواک ته وويل چې په تېرو څو ورځو کې لسګونه نور موټر يې هم درولي چې زړې اوسپنې يې پاکستان ته قاچاق کولې.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن