ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوداگرۍ خونه: د نظام له بدلون وروسته د هېواد اقتصادي دوران ۹۰ سلنه درېدلی

د سوداگرۍ خونه: د نظام له بدلون وروسته د هېواد اقتصادي دوران ۹۰ سلنه درېدلی

author avatar
13 Sep 2021 - 16:30
د سوداگرۍ خونه: د نظام له بدلون وروسته د هېواد اقتصادي دوران ۹۰ سلنه درېدلی
author avatar
13 Sep 2021 - 16:30

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۰): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه له هېواده بهر د افغانستان د پیسو خزانې پر کنګل کېدو نیوکه کوي او وايي چې که اقتصادي دوران تر دوو ماشتو داسې دوام وکړي، د هېواد اقتصاد به فلج او انساني ناورین به رامنځته شي.

طالبانو د روان کال د زمري په ۲۴مه د هېواد ډېری ولایتونو تر سقوط وروسته کابل وینو، پخوانی ولسمشر غني له هېواده وتښتېد او جمهوري نظام سقوط شو.

د جمهوري نظام له سقوط وروسته طالبانو د هېواد واګې په خپل لاس کې واخیستې، امنیت تر یوې کچې ښه شو خو د وارداتو د بندېدو له امله د نفتي او خوراکي توکو او درملو په ګډون د وارداتي توکو بیې د پام وړ لوړې شوې، د مالي بنسټونو په ګډون د ډېری دولتي او شخصي ادارو فعالیت بند شو.

د بانکو او اسعارو د مارکېټونو د فعالیت بندېدل، په ځانګړې توګه کابل کې د خلکو شکایتونو راپورته کړل او وروسته بانکونو فعالیت پیل کړ، خو ډېری څانګې یې نه دي خلاصې شوې، د پیسو په انتقال او وېش کې هم محدودیت وضعه شوی دی.

په دې وروستیو کې د افغانستان بانک په یوه مکتوب کې له بانکونو غوښتي چې پېرېدونکو ته په یوه اوونۍ کې یو ځل ۲۰۰ ډالر یا ۲۰زره افغانۍ ورکړي.

د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي نن په کابل کې یوه خبري ناسته کې له افغانستانه بهر د هېواد د پانګې پر کنګل کېدو جدي نیوکه وکړه.

هغه د دې په روښانولو چې ۹۹،۹ واردات او صادرات د خصوصي سکټور له لارې ترسره کېږي، وویل: ((له هېواده بهر د افغانستان د شتمنیو د کنګل کېدو له امله یې کاروبار بند شوی او هغه مالونه چې اوس مهال یې سوداګر واردوي، مخکې پېرل شوي دي.))

نوموړی وايي، په تېرو ۲۰ ورځو کې خصوصي سکټور کې د رامنځته شوي کړکېچ له امله په هېواد کې اقتصادي دوران ۹۰ سلنه بند شوی او دې ستونزې د خلکو پر روان، سوداګرۍ، سیاسیونو او نظام باندې منفي اغېز کړی دی.

الکوزي د بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، که وضعیت همداسې وران وي تر راتلونکو څو میاشتو به د هېواد اقتصاد فلج، ۹۰ سلنه خلک به له جدي بېوزلۍ سره مخ شي او یو انساني ناورین به رامنځته شي.

الکوزي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د خلکو پانګې له کنګل خلاصې کړي او خلک یوازې پرې نه ږدي چې د دغه وضعیت په دوام سره به د هېواد د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې له منځه لاړې شي او یا به نړۍ پر افغانستان ټولې دروازې بندې کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند په دې ناسته کې وویل، وروستۍ بدلونونه او له افغانستانه بهر د دغه هېواد د پیسو کنګل کېدو له امله رامنځته شوې ستونزې د اقتصادي فعالیتونو د رکود لامل شوی دی.

هغه زیاته کړه، کنګل شوې پیسې د افغانستان د خلکو دي، نه د حکومت، نړیواله ټولنه او هغه هېوادونه چې د فغانستان پانګه یې کنګل کړې، ژر تر ژره دې د افغانستان د خلکو پیسې له کنګل خلاصې کړي.

نوموړي زیاته کړه: «له نېکه مرغه په دې موده کې صادرات او واردات روان دي، خو له دې سره سره هم د وضعیت د عادي کېدو لپاره هڅې روانې دي.»

د هغه په وینا، په دې موده کې افغانستان د ۱۵۰ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت صادرات درلودل.

د افغانستان د صنعت او کانونو خونې رییس شېرباز کمین زاده په دې ناسته کې وویل چې د نظام له بدلون سره د تښتوونو، فساد او قاچاق مخه ونیول شوه؛ خو له بلې ستونزې سره چې د افغانستان د ۱۰ میلیارده ډالرو پانګې کنګل دی مخ شوي دي.

هغه وویل چې تر اوسه د خصوصي سکټور تر ۱،۵ میلیونو ډېرو کسانو خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي چې دا یوه لویه ستونزه ده.

نوموړي زیاته کړه چې نور دې د افغانانو پر زخمونو مالګه نه دوړول کېږي او ژر باید د افغانستان کنګل شوې پانګې ستونزه هواره شي.

د مدیره پلاوي د دارالانشای رییس خان محمد، سرفراز باز، له خصوصي بانکونو او مرکزي بانک سره د سوداګرۍ اړیکه مهمه وبلله او ویې ویل چې له سختو ستونز سره مخ دي.

هغه څرګنده کړه: «د بانک له لارې د پیسو له لېږ پرته سوداګري امکان نه لري.»

نجیب الله امیري د افغانستان د بانکونو ټولنې عامل رییس وویل چې د سوداګري او پانګونې خونه په بهر کې د افغانستان د خزانې د کنګل کېدو له امله په هېواد د بانکدارۍ برخې او سوداګرۍ کاروبار ته ډېرو زیان اوښتی.

امیري زیاته کړه: «له هېواده بهر د پیسو نه لېږد، د وارداتو د کموالي او بیو د لوړوالي لامل شوی دی.»

د افغانستان د صرافانو ټولنې مرستیال حاجي دادګل حضرتزي وویل چې نړۍ باید خپله دوستي وښيي او د افغانستان خلک یوازې پرېنه ږدي دې ډول شرایطو کې د افغانانو ترڅنګ ودریږي.

هغه د دې په ویلو چې له افغانستان سره دوستي د هېڅ هېواد په تاوان نه ده، له نړیوالې ټولنې، د سیمې او ګاونډیو هېوادونووغوښتل چې افغانستان پرېنه ږدي څو په افغانستان کې بېوزلي رامځنته شي.

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.