ترينکوټ (پژواک، ٢٢ وږى): په اروزګان کې ځايي سرچينې وايي چې مخ پټو وسله والو د ګېزاب ولسوالۍ د امنيت پخوانى مدير پر ډزو وژلى دى.
په ګېزاب ولسوالۍ کې يوې سرچينې د وږي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه مخ پټو وسله والو د امنيت پر پخواني مدير الله محمد د خپل کور په مخ کې ډزې کړې دي.
هغه وايي: ((الله محمد له خپلې مهمانخانې څخه کورته روان و چې ډزې پرې شوي او وژل شوى دى.))
د هغه د معلوماتو له مخې، مخ پټي درې کسان وو چې نا معلوم له لوري ته تللي دي.
بل لورته د ګېزاب ولسوالۍ امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې الله محمد د اوږدې مودې لپاره د ګېزاب ولسوالۍ د امنيت د مدير په توګه دنده ترسره کړې وه.
Views: 2400
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن