ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، طالبانو پر رسنیو پراخ بندیزونه لګولي

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، طالبانو پر رسنیو پراخ بندیزونه لګولي

author avatar
2 Oct 2021 - 10:00
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، طالبانو پر رسنیو پراخ بندیزونه لګولي
author avatar
2 Oct 2021 - 10:00

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۰): د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، طالبانو په افغانستان کې د واک له ترلاسه کولو وروسته د بیان پر ازادۍ او رسنیو پراخ بندیزونه لګولي، خو د اطلاعات او فرهنګ وزارت دا څرګندونې ناسمې بولي.

د بي بي سي د راپور له مخې، د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د اسیا اړوند مشرې پیټریشیا ګوسمن ویلي: ”د طالبانو له هغو ژمنو سره سره چې وايي، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې به رسنیو ته د فعالیت اجازه ورکوي، د دوی نوي اصول په هېواد کې د رسنیو د ازداۍ مخه ډپ کوي… د طالبانو مقررات دومره پراخ دي چې خبریالان د زنداني کېدو له ډاره ځان په خپله سانسوروي.”

د یاد سازمان په اعلامیه کې ویل شوي، دوی د رسنیو په هکله د طالبانو د دې نوو مقرراتو یوه کاپي لیدلې چې د ځینو نورو مواردو ترڅنګ په کې ویل شوي، “رسنۍ باید مسخ شوي خبرونه خپاره نه کړي.” داسې رپوټونه خپاره نه کړي چې ”مواد یې چارواکو نه وي تایید کړي.” او یا داسې مواد خپاره نه کړي چې ”د خلکو پر روحیه اغېز وکړي.” د اعلامیې له مخې له خبري شبکو غوښتل شوي چې له خپرولو مخکې له مقرراتو سره سم ”تفصیلي رپوټوڼه چمتو کړي.”

دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په نشراتي لارښود کې راغلي، هغه څه باید خپاره نه شي چې له اسلام سره په ټکر کې وي، ملي او مطرح شخصیتونو او دغه راز ملي او شخصي حریم ته سپکاوی ونه شي، خبریالان باید په محتوا کې له تحریف څخه ډډه وکړي، ژورنالېستیکي اصول مراعات کړي، توازن په پام کې ونیسي، د هغو موضوعاتو په نشر کې احتیاط وکړي چې سموالی یې نه وي معلوم او د خلکو روان ته زیان رسوي، رسنۍ دې بې پرېتوب وساتي او هر هغه څه چې واقعیت دي، خپاره کړي. دغه راز په دغه لارښود کې راغلي: «د اطلاعاتو او رسنیو مرکز خبریالانو ته د اسانتیا لپاره یو مشخص لیک ترتیب کړی چې د هغه په رڼا کې خبریالان کولای شي د اړتیا وړ ګزارش ترتیب کړي.”

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د نشراتي مرستیال ذبیح الله مجاهد سکرتر بلال کریمي د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یادې څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي، د بیان ازادي په بشپړه توګه تامین ده، رسنۍ په ټول هېواد کې په ازادانه توګه فعالیت کوي.

هغه زیاته کړې: ”یوازې د ملي ګټو خوندیتوب او د تعصب د مخنیوي لپاره اسلامي امارت د یو کوچني طرز العمل له مخې رسنیو ته ځیني مسایل په ګوته کړي چې باید احتیاط ورسره وشي.”

که څه هم چې په هېواد کې په دې وروستیو کې لسګونه رسنیو د اقتصادي او نورو دلایلو له مخې خپل فعالیتونه درولي، خو لا هم ازادې رسنۍ فعالیت لري.

په دې وروستیو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښې هم ثبت شوې دي.

د راپورونو له مخې، د اطلاعات روز ورځپاڼې چارواکو ویلي چې دوه خبریالان یې څه موده مخکې طالبانو د ښځو د یو لاریون پر مهال نیولي او ډبولي وو او په ننګرهار کې یې هم د لاریون پر مهال د پژواک د یو ویډیو خبریال په ګډون څو تنه وهل شوي دي، په هرات کې یو خبریال ۲۴ ورځې بندي کړل شوی و  او د ‘سي پي جې’ په نامه غیر دولتي ادارې هم ویلي وو چې د لاریونونو پر مهال یې ۱۴ خبریالان نیول شوي وو، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي چې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښې څېړي او هڅې کوي چې د دې ډول کړنو مخه ونیول شي.

Views: 26

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.