ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: مزارښار کې جنايي جرمونه او د انسان تښتونې پېښې کمې شوې دي

خلک: مزارښار کې جنايي جرمونه او د انسان تښتونې پېښې کمې شوې دي

author avatar
3 Oct 2021 - 16:51
خلک: مزارښار کې جنايي جرمونه او د انسان تښتونې پېښې کمې شوې دي
author avatar
3 Oct 2021 - 16:51

مزارشريف (پژواک، ۱۱تله ۱۴۰۰): د بلخ ولايت د مرکز يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په تېره شاوخوا يوه نيمه مياشت کې دغه ښار کې جنايي جرمونه او د انسان تښتونې پېښې کمې شوې دي.

دوی زياتوي چې د جنايي مجرمينو پر وړاندې د طالبانو شديد عمليات د دې سبب شوي چې پېښې کمې او د خلکو ژوند خوندي شي.

له دې سره بلخ کې ځايي مسوولين هم تاييدوي چې په تېره څه باندې يوه مياشت کې يې مزارشريف کې لسګونه جنايتکاران نيولي او زندان ته يې اچولي دي.

د مزارشريف اوسېدونکی نجم الدين چې په ښار کې د برقي سامانونو پلورنځای لري وايي چې اوس مهال له امنيتي پلوه په ډاډه زړه خپل کاروبار ته دوام ورکوي.

هغه زياتوي چې پخوا به په ډار او وېره له خپل کوره تر دوکان پورې ورته، چې په تېر يو کال کې يو ځل د غلو له خوا لوټ شوی هم دی.

نوموړي دا هم وويل چې د طالبانو له حاکميت وړاندې به يې مازيګر د خپلو فروشاتو پيسې په ډېره ستونزمنه توګه تر کور يا بانک پورې وړلې.

هغه وايي: (( نغدې پيسې، ساعت او ټیلېفون به مې ځان سره نه شوای ګرځولی، هره شېبه د غلا خطر موجود وو، حتی شپږ مياشتې وړاندې يو ځل غلو ودرولم او ۱۲زره افغانۍ يې رانه واخيستې)).

د مزارشريف دغه اوسېدونکی اوس خوشحاله دی، چې په وينا يې په ښار کې د غلاوو او جرمونو کچه ټيټه شوې ده.

مرتضی د مزار ښار يو بل اوسېدونکی دی، چې له پژواک سره په خبرو کې يې د جرمونو کچې په ټيټېدو خوښي څرګنده کړه.

هغه وايي چې د پخواني حکومت په وروستيو مياشتو کې خلک د غلو، لوټمارانو او انسان تښتوونکو له لاسه تر پوزې راغلي وو.

د مرتضی په وينا، په مزارشريف ښار کې د طالبانو له حاکميت وروسته څو ځله د جنايي مجرمينو او انسان تښتوونکو پر وړاندې هدفمند عمليات ترسره شول، چې د هغه په خبره، ورسره پېښې هم راکمې شوې.

نوموړی زياتوي: (( زه خپله د څو پېښو شاهد يم، چې کوم ځای کې لږ ستونزه هم رامځته شوې نو هلته په بېړني ډول د طالبانو ځواکونه رسېدلي او موضوع يې حل کړې ده)).

د مزارشريف د دغه اوسېدونکي په خبره، امنيتي مسوولين بايد لا ډېره هڅه وکړي څو خلک لا ډېر د ارام ساه واخلي او له کومې وېرې پرته خپل ژوند وکړي.

په بلخ کې د ټولنيزو چارو يوه فعال استاد غلام علي ملکزي پژواک ته وويل چې د طالبانو په راتګ سره يو شمېر جنايتکارې ډلې له منځه وړل شوي خو هغه ټينګار کوي چې د جرمونو عوامل بايد له منه ويوړل شي.

نوموړي زياته کړه چې طالبان بايد هڅه وکړي څو له عامو خلکو سره اړيکې لا ډېرې ښې کړي او په دې ډول په ټولنه کې د ورانکاريو د ممکنه پېښو مخه ونيسي.

ملکزي وويل: (( جنايي پېښې معمولا دوه برخې لري. لومړی هغه يې تبهکاره ډلې دي چې غلا او انسان تښتونه يې عادت ګرځېدلی؛ چې د دغو خلکو په وړاندې بايد شديد اقدامات وشي خو دویمه ډله کې بيا يو شمېر هغه ځوانان هم راځي چې د فقر له امله په غلا لاس پورې کوي، د دغې ستونزې حل لپاره اړينه ده چې طالب مسوولين خلکو ته کاروبار پيدا کړي)).

هغه له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د پېښو په مخنيوي کې دې له حکومت سره همکاري وکړي.

په ورته مهال بلخ کې ځايي امنيتي مسوولين خبرداری ورکوي چې د جنايتکارانو او انسان تښتوونکو پر وړاندې جدي اقدامات تر لاس لاندې لري.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالحی عابد وايي چې په تېره څه باندې يوه مياشت کې مزارشريف ښار کې لسګونه جنايتکاران نيول شوي او زندان ته اچول شوي دي.

هغه زياته کړه چې له ټولو جنايتکارانو او په ځانګړي ډول له انسان تښتوونکو سره تر ټولو شديد چلند کوي.

نوموړي وويل: (( موږ د حرفوي جنايتکارانو او انسان تښتونکو د له منځه وړلو لپاره غوڅ دريځ لرو، په هر ډول چې کېږي مخه به يې نيسو، حتی تر دې چې انسان تښتوونکي ژوندي نه نيسو)).

د هغه په وينا، په مزارښار کې ټولې امنيتي حوزې فعاله دي او امنيتي مسوولين د ګزمو او چيک پواينټونو په ايجاد سره ښار کې امنيت تامينوي.

د بلخ د امنيت آمر د مزارښار له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې پرته له کومې وېرې دې خپل کاروبار ته دوام ورکړي.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.