کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۰): د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مرکل د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په لیدنې کې ویلي چې له افغانانو سره باید مرسته وشي څو کډوالۍ ته اړ نه شي.
ترکي رسنیو لیکلي چې انګلا مرکل دغه څرګندونې تېره ورځ ترکیې ته د سفر پر مهال له اردوغان سره په لیدنه کې کړې دي.
سرچینو په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د یادونې ده چې وړمه ورځ د بشري حقونو د څار سازمان ویلي و چې ترکيي سرتېري په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي او حتی د ځینو هډونه يې مات کړي دي.
دغه سازمان دا هم ویلي و چې د جرمني لومړۍ وزیره د دغو او نورو ستونزو د حل لپاره ترکیه ته سفر کوي.
Views: 136
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن