کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۰): د استخباراتو ریاست مطبوعاتي دفتر وایي، هغه شپږ تنه په کابل کې نیول شوي چې د «اسلامي امارت جعلي اسناد یې جوړ کړي وو»، کورونو ته ورتلل او په لارو کې یې چور او چپاول کاوه.
د استخباراتو ریاست د مطبوعاتو دفتر وایي، د صفوفو د تصفیې په موخه د ریاست الوزراء په امر د استخباراتو لوی ریاست، د ملی دفاع او د کورنیو چارو وزارتونو ګډ جوړ شوي کمېسیون په ټول هېواد کې په رسمي ډول کار پیل کړی دی.
سرچینه زیاتوي:«هغه کسان چي د اسلامي امارت جعلي اسناد یې جوړ کړي وي، او یا هم نظام کې که کوم قاتل، مفسد، غل وجود ولري، د دې کمېسیون په هڅو به د قانون منګولو ته سپارل کېږي.»
د استخباراتو ریاست مطبوعاتی دفتر د څرګندونو له مخې، شپږ تنه چې «د اسلامي امارت جعلي اسناد یې جوړ کړي وو» د خلکو کورونو ته ورتلل او لارو کې یې چور او چپاول کاوه، د یاد کمېسیون په هڅو د کابل د اتمې ناحیې اړوند سیمه کې له اسنادو سره لاس په لاس ونیول شول.
سرچینه د جزییاتو له ورکولو پرته وایي چې د یاد کمېسیون د هڅو په پایله کې د هېواد په کچه ګڼ شمېر دا ډول کسان نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
Views: 658
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن