کابل(پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۰): د پاکستان باجوړ کې پنځه پاکستاني سرتېري د سړک غاړې ماین په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.
دغه څرګندونې ازادي راډیو نن سهار په خپلې ویبپاڼې د عبدالسمیع خان په نوم د پاکستاني پولیسو د یوه افسر له قوله لیکلي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه چاودنه تېر ماښام د پاکستان په باجوړ سیمه کې شوې ده.
سرچینې لیکلي چې د یادې چاودنې مسوولیت د پاکستان تحریک طالبان ډلې منلی دی.
په ورته مهال کې د پاکستان پوځ هم ویلي چې په یاده سیمه کې د پاکستان د پوځیانو پر پوسته د ډزو پرمهال یوعسکر وژل شوی دی.
Views: 427
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن