ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګر: د سپین بولدک او چمن دروازو د بندېدو له امله صادرات په ټپه ولاړ دي

سوداګر: د سپین بولدک او چمن دروازو د بندېدو له امله صادرات په ټپه ولاړ دي

author avatar
26 Oct 2021 - 19:24
سوداګر: د سپین بولدک او چمن دروازو د بندېدو له امله صادرات په ټپه ولاړ دي
author avatar
26 Oct 2021 - 19:24

کابل (پژواک ۴ لړم ۱۴۰۰): د لوی کندهار سوداګر وايي، د سپین بولدک او چمن دروازو د بندېدو له امله صادرات په ټپه ولاړ دي چې زیان یې سوداګرو او خلکو ته رسيږي.

د حکومت د وياند ذبیح الله مجاهد له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاسة الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن (سه شنبه) د لوی کندهار له یو شمېر سوداګرو سره وکتل.

سرچينه کاږي، په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د سوداګرۍ خونې سرپرست محمد یونس مومند او حاجي داوود، حاجي عبدالله، حاجي سردار، حاجي عظمت او حاجي ګل محمد د نورو په استازولۍ خبرې وکړې.

دوی  وویل، د سپین بولدک او چمن دروازو د بندېدو له امله صادرات په ټپه ولاړ دي چې زیان یې سوداګرو او خلکو ته رسيږي.

دوی دغه راز د افغانستان د کنګل شوې پانګې په اړه هم خپلې ستونزې شریکې او د یادو ستونزو د حل غوښتونکي شول.

دوی همدا راز وویل چې له تېرو ۲۲ ورځو راهیسې سلګونه موټر چې خوراکي او طبي مواد په کې بار دي، په  چمن او سپین بولدک کې ځای په ځای ولاړ دي او خلک او تجاران له لوی اقتصادي زیان سره مخامخ دي.

د خبرپاڼې په حواله، حنفي د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، د افغانستان او پاکستان اړوند مسوولین د تړل شویو دروازو د ستونزې د حل په اړه کار کوي او هڅې روانې دي، چې د یوه مشخص میکانیزم په ایجادولو سره دغه ستونزه حل شي، ترڅو زموږ سوداګر او پانګوال تر دې زیات زیانمن نه شي.

Views: 93

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.