سرپل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۰): په سرپل ولایت کې د مخکني حکومت یو شمېر کارکوونکي د خراب اقتصادي وضعیت او معاشونو له نه اخیستو شکایت کوي، له مسوولینو د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.
د مخکني حکومت یو شمېر کارکوونکو د ولایت مقام، محکمې، څارنوالۍ، امنیه قوماندانۍ، محبس امریت، کډوالو چارو امریت، کوچیانو امریت او د دغه ولایت د اداري اصلاحاتو مخې ته په جوړه شوې اعتراضي غونډه کې د خپلو معاشونو له نه ورکړې شکایت درلود او وویل، ځینو کارکوونکو خپل معاشونه اخیستي خو د ډېرو تر اوسه معلوم نه دي.
د سرپل ولایت مقام یوه کارکونکي فرامرز پژواک خبري اژانس ته وویل، د مخکني نظام تر سقوط وروسته کار نه لري، خو تر اوسه یې معاشونه نه دي ورکړل شوي.
هغه زیاته کړه:« د ملکي خدمتونو په کارکوونکو کې باید توپیر ونه شي، یو شمېر خلکو ته معاشونه ورکول کیږي او ځینو ته نه ورکول کیږي، موږ له اسلامي امارت غواړو چې زموږ معاشونه دې هم لکه د نورو ادارو په څېر راکړل شي.»
د سرپل ولایت یو بل کارکوونکی حاجي قدیرهم د بد اقتصاد وضعیت شکایت کوي، له حکومته غواړي چې د دوی معاشونه دې ورکړي.
هغه زیاته کړه:«زموږ اقتصاد کمزوری دی، بل هېڅ عاید هم نه لرو، موږ له اسلامي امارت غواړو چې زموږ معاشونه دې هم لکه د نورو ادارو په څېر راکړي، موږ غریب خلک یو د یوه ملکي کارکوونکي په توګه مو دنده اجرا کړې معاش ته اړتیا لرو کورنۍ لرو او بېکاره هم یو.»
د سرپل د مستوفیت سرپرست محمد صادق حکیمي د یادو کارکوونکي د ستونزو د تایید تر څنګ وایي، د دغو کارکوونکو د معاشونو د ورکړې لېست مستوفیت ته نه دی راغلی، لامل یې هم د پیسو کمښت دی .
هغه وایي: « دوی دې ډاډه شي چې اسلامي امارت به یې معاشونه ورکړي.»
د هغه د معلوماتو له مخې اوس مهال دوی توانېدلي چې ۴۷۶۸ کارکونکو ته له ۴۵ میلیون افغانۍ ډېر معاش ورکړي او د پیسو د ستونزو له هوارېدو وروسته به د ټولو کارکوونکو معاشونه هم ورکړي.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن