پکتیکا (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۰): د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د تېر حکومت د ځانګړو ځواکونو د وژل شوي قوماندان عزیزالله قبر پر ماینونو الوځول شوی دی.
د سیمې اوسېدونکي وايي، پېښه وړمه ورځ ماښام ناوخته شوې ده.
د ارګون ولسوالۍ یوه اوسېدونکي رحمت الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د عزیزالله کاروان قبر وړمه شپه د ماښام شاوخوا اووه بجې پر ماینونو الوځول شوی دی.
هغه زیاته کړه، تر اوسه معلومه نه ده چې دا کار چا کړی خو له پېښې وروسته طالبانو دغه ساحه د څو ساعتونو لپاره کلابنده کړې وه.
د دې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي جاوېد هم پژواک ته وویل چې نامعلومو وسله والو د ځانګړو ځواکونو د وژل شوي قوماندان عزیزالله کاروان قبر پر ماینونو الوځولی او تر اوسه چا د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
د ده په خبره، دغې پېښې خلک خپه کړي او له شرعي پلوه د یوه وژل شوي کس قبر پر ماینونو الوځول جنایت دی.
نوموړی له چارواکو غوښتنه کوي چې د دې پېښې عاملین پیدا او قانوني سزا ورکړي.
په خواله رسنیو کې هم ګڼو کسانو دغه پېښه یوه غیر اسلامي او نه بښونکې کړنه بللې او له چارواکو یې د څېړنو غوښتنه کړې ده.
ومو غوښتل په دې اړه د طالب چارواکو نظر هم واخلو خو څوک حاضر نه شول.
خو یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي پژواک ته وویل، د پکتیکا امنیې قوماندان د پېښې د څېړلو په موخه ارګون ولسوالۍ ته یو پلاوی لېږلی څو د پېښې عاملین پيدا او قانوني چلند ورسره وکړي.
عزیزالله کاروان په تېر حکومت کې په پکتیکا کې د طالبانو ضد ځانګړو ځواکونو قوماندان و.
نوموړی درې کاله مخکې په کابل کې د یوه هدفي برید په پایله کې پر ډزو ووژل شو چې طالبانو یې مسوولیت پر غاړه اخیستی و.
د هغه مړی د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې خاورو ته سپارل شوی و.
Views: 3556
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن