ګردېز (پژواک، ١٥ لړم ١٤٠٠): د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې په تېرو درېيو مياشتو کې يې په دغه ولايت کې ۱۰۰ تنه د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو په تور نيولي دي.
دوی وايي چې دغو کسانو کې غله،انسان تښتونکي، د ترافيکي اصولو سرغړونکي، په کورنيو شخړو کې دخيل کسان او د نشه يې توکو کاروباريان شامل دي.
د پکتيا امنيه قوماندان محمد عمر مخلص په دې اړه جوړې شوې خبري غونډې ته وويل چې دغه سل کسان د امنيتي مسوولينو له لوري د خلکو په همکارۍ نيول شوي دي.
هغه زياته کړه: ((ځينې د جرم په وخت کې باالفعل نيول شوي او يو شمېر یې هغه دي چې د خلکو د رسمي شکايتونو پر بنسټ نيول شوي دي.))
ده وويل، کوم کسان چې امنيت اخلالوي او يا هم خلکو ته ستونزې جوړوي هرومرو نيول کيږي او قانون پرې پلى کيږي.
د ده په خبره، د ګردېز ښار په بېلابېلو سيمو او ولسواليو ته په لويو لارو کې يې، منظمې ګزمې او تلاشۍ فعالې کړې چې د قاچاق، انسان تښتوونې او نورو جرمونو عاملين ونيسي.
د قوماندان عمر په خبره، هغه تورن کسان چې خلک پرې عارض شوي، ځينې يې نورو ولايتونو ته تښتېدلي چې دوی د اړونده ولايتونو له امنيتي مسوولينو سره په اړيکه کې دي، ترڅو يې دوی ته وسپاري.
د پکتيا اوسېدونکي د نسبي امنيت له امله خوښ دي، خو وايي چې وخت ناوخته هدفي وژنې ترسره کيږي.
د دغه ولايت يو تن اوسېدونکي رحيم الله پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د پخوا په پرتله امنيت ښه شوی او خلک يو څه ډاډه شوي دي، خو ځينې وخت د وژل شويو کسانو جسدونه پيدا کيږي چې عاملين يې نه دي پيدا شوي.))
نوموړی وايي، حکومت بايد دې برخې ته توجه وکړي او هغه کسان چې وژل کيږي د هغوی سمه پلټنه وشي، چې په کوم جرم او د چا له خوا وژل شوي دي.
دی وايي، دغه ډول هدفي وژنې له خلکو سره اندېښنه پيدا کوي او عامه نظم ته هم زيان رسوي.
خو د پکتيا امنيتي چارواکي مني چې په تېرو څو مياشتو کې دغه ډول څو پېښې شوې دي، خو په وينا يې دغه د خلکو ترمنځ شخصي مسايل دي او په دولت پورې اړه نه لري.
چارواکي وايي، کوښښ به وکړي د دې شخصي مسايلو او وژنو په اړه هم اقدام وکړي او هر څه د قانون تر چوکاټ لاندې حل و فصل کړي.
Views: 193
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن