کابل(پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۰): امنيتي ځواکونو د کابل ښار د خيرخانې مېنې اړوند د سرای شمالي په سيمه کې د عملياتو پر مهال د داعش ډلې يو غړی وژلی او څو تنه نور يې ژوندي نيولي دي.
د افغانستان حکومت د وياند مرستيال انعام الله سمنګاني پر خپل ټويټر ليکلي چې تېره شپه د کابل ښار خيرخانې مېنې اړوند د سرای شمالي په سيمه کې د داعش ډلې پټنځای کشف او د عملياتو په ترڅ کې له منځه یوړل شو.
دی زياتوي، د يادو عملياتو پر مهال د داعش ډلې يو غړی وژل شوی او څو تنه نور ژوندي نيول شوي دي.
هغه وايي، د پېښې په تړاو لا هم څېړنې روانې دي.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
Views: 485
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن