کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۰): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، امریکا طالبانو ته مخکې څرګنده کړې وه چې که دوی افغانستان د زور له لارې ونیسي نو نړیواله ټولنه به ضروري غیربشري مرستې پرې بندې کړي او دغه کار شوى دى.
هغه زیاته کړې چې اوسمهال د افغانستان سرپرست حکومت باید د مشروعیت لپاره ټولګډونه حکومت جوړ او د ښځو او اقلیتونو حقونه خوندي کړي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ یادې څرګندونې د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت له خوا د امریکا کانګرس ته د استولي پرانیستي لیک په غبرګون کې په خپلې ټوېټرپاڼه کې لیکلې دي.
تېره اوونۍ د افغانستان حکومت ويلي و چې امريکا بايد د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي ځکه دغه کار ستونزې نه شي حل کولى.
په لیک کې راغلي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ له شل کلنو لوړو ژورو وروسته د دوحې هوکړې ته باید درناوی وشي.
په یاد لیک کې نړیوالو ته خبرداری ورکړل شوی که د “اسلامي امارت” حکومت په رسمیت ونه پېژندل شي نو د افغانستان بشري کړکېچ به یوازې سیمې نه، بلکې ټولې نړۍ ته سخت وي او د کډوالۍ په ستر ناورین به واوړي.
خو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ تېره شپه ناوخته لیکلي چې د “طالبانو” یاد لیک د افغانستان د اقتصادي او بشري بحران په اړه حقایق ناسم تعبیر کړي دي؛ ځکه افغانستان د اګست تر پنځلسمې وړاندې له بشري ناورین سره مخ و او دغه بشري ناورین جګړې، وچکالۍ او کرونا وبا نور هم پسې خراب کړ.
دی وايي:”امریکايي چارواکو طالبانو ته دا پخوا څرګنده کړې وه چې که دوی د مذاکراتو پر ځای واک د زور له لارې ونیسي نو ضروري غیربشري مرستې چې د نړیوالې ټولنې له خوا افغانستان سره کیږي، هغه به بندې شي او اوسمهال دغه کار شوی دی.”
هغه زیاته کړې چې امریکا د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت سره ښکاره او بې پردې ديپلوماسي مخته وړي خو دوی باید مشروعیت او ملاتړ په خپلو کړنو سره وګټي؛ د دې کار لپاره دې افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړ شي؛ د اقلیتونو، ښځو، نجونو حقونو ته دې درناوی وشي او د هغوی زده کړو او کار ته دې زمینه برابره شي.
د ویسټ په وینا، امریکا له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي او سږکال یې ۴۷۴ میلیونه ډالر مرستې هم له افغانستان سره کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه باندې درې میاشتې وړاندې افغانستان د طالبانو لاس ته ولوېد او د اسلامي امارت تر چتر لاندې یې خپله سرپرسته کابینه اعلان کړې ده. تر اوسه د افغانستان نوي حکومت په اړه په روسیه، ایران، هند، پاکستان او ملګرو ملتونو کې نړیوالې غونډې شوې دي.
د دغو غونډو ګډونوالو ټینګار کړی چې هېوادونه او نړیواله ټولنه دې له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي، امریکا دې د افغانستان شاوخوا لس میلیارد ډالره پانګه ازاده کړي او افغانستان کې دې یو ټولګډونه حکومت جوړ شي.
Views: 298
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن