ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د نوزاد ولسوالۍ روغتون د درملو او تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی

د هلمند د نوزاد ولسوالۍ روغتون د درملو او تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی

author avatar
30 Nov 2021 - 13:57
د هلمند د نوزاد ولسوالۍ روغتون د درملو او تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی
author avatar
30 Nov 2021 - 13:57

لښکرګاه (پژواک، ۹ لیندۍ ۱۴۰۰): د هلمند د نوزاد ولسوالۍ د روغتون مسوولین او روغتیاپالان وايي، درمل او روغتیايي تجهیزات یې کم، خو ناروغان یې ډېر دي چې له همدې امله په سمه توګه د هغوی درملنه نه شي کولای.

د دغه روغتون امر ډاکټر سید شاه پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې د دغه روغتون مراجعین ډېر شوي، خو دوی د کمو تجهیزاتو او درملو له امله نه شي کولای هغوی ته غوره روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه، د ولسوالۍ روغتون ته د ورځې ۷۰- ۸۰ ناروغان مراجعه کوي، کله کله دغه شمېر ۱۰۰ ته رسېږي چې د ټولو ناروغانو شمېر په منځنۍ کچه د میاشتې ۵ یا ۶ زره ته رسېږي.

دی وايي، د ناروغانو د شمېر په تناسب یې درمل او تجهیزات کم دي او په سمه توګه د ناروغانو په درملنه پسې نه رسېږي.

د ده په خبره، دغه روغتون ته د نورو ناروغانو تر څنګ ښځینه ناروغان هم مراجعه کوي چې دوی په دې برخه کې هم له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

ده وویل، په دغه روغتون کې د نارینه روغتیا پالانو تر څنګ دوه ښځینه روغتیاپالانې کار کوي او په ۲۴ ساعتونو کې د لسګونو ولادتونو چارې ترسره کوي.

دی وايي، د ښځینه ناروغانو هجوم ته په کتو یوازې دوه ښځې ډاکټرانې هیڅ بسنه نه کوي او دا ستونزه ان د ولایت په کچه په ټولو روغتونونو کې شته.

د ده په خبره، په دغه روغتون کې د ښځینه ډاکټرانو په بستونو نارینه ډاکټران ګومارل شوي دي، په کار ده اړوند چارواکي دغې ستونزې ته پام وکړي او د ښځو ډاکټرانو شمېر ډېر کړي.

د هلمند د عامې روغتیا ریاست مالي او اداري مدیر ډاکټر ممتاز احمد ځیرک پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت ۷۸ روغتیايي مرکزونه د درېیو میاشتو لپاره WHO او UNICEF . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.