کابل (پژواک، ۱۰ ليندۍ ۱۴۰۰): هندي رسنيو راپور ورکړی چې د دغه هېواد چارواکي په کابل کې د خپل سفارت د بيا پرانېستو پر لارو چارو غور کوي او په دې برخه کې یې هڅې پيل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د لړم په ۲۹ مه متحده عربي اماراتو په پلازمېنه کابل کې خپل سفارت بیا پرانيست، جاپان او جرمني هېوادونو او اروپایي ټولنې ویلي چې د افغانستان وضعیت څېړي او وروسته له هغه به خپل سفارتونه او دفتر په کابل کې پرانیزي.
د «دههندو» ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، له یادو اقداماتو وروسته نوی ډیلي په افغانستان کې د خپل حضور پر لارو چارو غور پیل کړی او په دې برخه کې يې لېوالتیا ښودلې ده.
سرچینه لیکي چې په کابل کې د سفارت بيا پرانستل او دپيلوماتیک حضور په دې معنی نه دی چې هند د افغانستان سرپرست حکومت پر رسميت پيژني، خو دغه هېواد غواړي له افغانانو سره د مرستې په موخه د افغانستان له حکومت سره همکاري وکړي.
په راپور کې راغلي چې هند کابل کې وروسته له هغه خپل سفارت وتاړه چې د زمري په ۲۴مه طالبانو کابل تر خپلې ولکې لاندې راوست.
ورځپاڼه د هندي چارواکو له خولې لیکلي چې په افغانستان کې د هند سفارت او قونسلګريو ته هیڅ زيان نه دی اوښتی او اوس یې هم د افغانستان امینتي ځواکونه ساتنه کوي.
هند په کابل کې د سفارت تر څنګ په هرات، بلخ، ننګرهار او کندهار کې قونسلګرۍ لري، خو دا مهال فعالیت نه لري.
Views: 265
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن