ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا د افغان ښځو د حقونو په اړه د نوي فرمان هرکلی کړی

امریکا د افغان ښځو د حقونو په اړه د نوي فرمان هرکلی کړی

author avatar
4 Dec 2021 - 16:40
امریکا د افغان ښځو د حقونو په اړه د نوي فرمان هرکلی کړی
author avatar
4 Dec 2021 - 16:40

کابل (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۰): د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغان مېرمنو د حقونو په اړه د نوي  فرمان هرکلی کړی دی.

رهبرۍ مقام پرون د (لېندۍ ۱۲مه) د ښځو د حقونو په اړه یو فرمان صادر کړ چې له مخې یې مسوولو مراجعو ته لارښوونه شوې څو د جبري ودونو، په بدو کې د ښځو ورکول او میراث ته د ښځو نه لاسرسي په مخنیوي کې دې لازم اقدامات وکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د لېندۍ په ۱۲مه په خپل یوه ټویټ کې د میراث او واده د حق په اړه د یاد فرمان هرکلی کړی دی.

خو هغه ټينګار کړی چې د افغانستان د ټولنې په هره برخه کې باید د ښځو د حقونو، لکه زده کړې، کار، سیاست او د بیان ازادي خوندیتوب لپاره کار وشي.

دا په داسې حال کې چې د یاد حکم صادرېدو په تعقیب د پژواک په یوه راپور کې د ښځو ځینو فعالینو ویلي چې په دغه فرمان کې باید د زده کړو او د ښځو د کار د حقونو په اړه هم یادونه شوې وای.

Views: 29

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.