ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرنې وزیر: په هلمند کې د کرنې د ودې لپاره امکانات برابروو

د کرنې وزیر: په هلمند کې د کرنې د ودې لپاره امکانات برابروو

author avatar
14 Dec 2021 - 15:33
د کرنې وزیر: په هلمند کې د کرنې د ودې لپاره امکانات برابروو
author avatar
14 Dec 2021 - 15:33

لښکرګاه (پژواک ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۰): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر په هلمند کې د کرنې او مالدارۍ د ودې په موخه د بېلابېلو پروژو پلې کولو، فارمونو جوړولو او پرمختللې کرنیزې مشینرۍ چمتو کولو ژمنې وکړې.

د کرنې وزیر مولوي عبدالرحمن راشد چې له خپل مرستیال مولوي عبدالباري فضلي سره یو ځای یې هلمند ته سفر کړی، په دې اړه یې د دغه ولایت د کرنې ریاست له کارکوونکو، کروندګرو او بڼوالو سره ناسته وکړه.

راشد وویل، هلمند یو کرنیز ولایت دی، ډېر وګړي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي چې دوی یې د ستونزو اورېدول او حل لارو موندلو ته راغلي دي.

هغه خبر ورکړ چې د کرنې د ودې په موخه به هغه کسان پر دندو وګومارل شي چې په دې برخه کې یې لوړې زده کړې کړې وي، فني او مسلکي وي او تجربه لري.

دغه راز هغه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د بېلابېلو پروژو پلې کولو، فارمونو جوړولو او پرمختللې زراعتي مشینرۍ چمتو کولو ژمنې وکړې.

نوموړي له کروندګرو او بڼوالو غوښتنه وکړه چې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا لپاره کار وکړي، پر خپلو ځمکو د مېوو باغونه جوړ کړي او اصلاح شوي تخمونه دود کړي.

دغه راز یې پر سوداګرو غږ وکړ چې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګونه وکړي څو خلک نورو هېوادونو ته اړ نه شي او په خپله نورو هېوادونو ته د مېوې او غله جاتو صادارت ولرو.

د هلمند د کرنې رییس مولوي اغا د کرندګرو اړوندې ستونزې له وزیر سره شریکې کړې او د هغو حل یې وغوښت.

هغه وویل: ((موږ ته دې کافي امکانات چمتو او په واک کې راکړل شي څو کرنه پر پښو ودرېږي، اصلاح شوي تخمونه، کود او درمل دې په معیاري بڼه هېواد ته وارد شي، د امراضو او افاتو د مخنیوي لپاره دې ګامونه واخیستل شي.))

د کرنې وزارت مرستیال مولوي عبدالباري فضلي ډاډ ورکړ چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره به کار کوي او د کرنې او مالدارۍ د ودې په موخه به هلمند ته ډېر پام کېږي.

په هلمند کې ۸۰ سلنه خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي چې ډېر یې په دغو برخو کې له اسانتیاوو بې برخې دي او د تېرو شلو کلونو جګړو او ناامنیو له امله ورته پام نه دی شوی.

Views: 84

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.