ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقیار: راځئ تېر هېر کړو او په ګډه د سوکاله افغانستان لپاره کار وکړو

حقیار: راځئ تېر هېر کړو او په ګډه د سوکاله افغانستان لپاره کار وکړو

author avatar
20 Dec 2021 - 15:32
حقیار: راځئ تېر هېر کړو او په ګډه د سوکاله افغانستان لپاره کار وکړو
author avatar
20 Dec 2021 - 15:32

کابل (پژواک، ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۰): ۳۵ کلن محمد داوود حقیار – چې د پاخه عمر کسانو په څېر یې د ټولنیزو شخړو حل ته مټې رابډ وهلي – وایي، افغانان باید تېر هېر کړي او د یوه سوکاله او پرمختللي افغانستان لپاره ګډ کار وکړي.

حقیار د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ د دوکین کلي اوسېدونکی دی. هغه چې شاوخوا ۳۵ کاله عمر لري، دا مهال د فراه په ښار کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي.

دی که څه هم تر اوسه ځوان دی، خو د خلکو او کورنیو تر منځ د ستونزو او شخړو د حل لپاره یې د پام وړ هڅې کړې دي.

هغه د دې تر څنګ چې شاوخوا لس کورنۍ شخړې یې حل کړې دي، درې کاله وړاندې یې د سولې د غوښتو لپاره په فراه ښار کې نږدې دوه میاشتې خیمه هم درولې وه. هغه مهال افغانستان کې سختې خونړۍ جګړې روانې وې.

دغې خیمې ته ځوانان، قومی مشران او نور کسان ورتلل او حقیار به د سولې پیغام ورکاوه او د تاوتریخوالیو د بدو پایلو په اړه به یې ورسره خبرې کولې.

حقیار له هغو ټولنیزو شخړو چې ده هوارې کړې دي، د دوو بېلګې وړاندې کوي.

د ده په وینا، لومړی د فراه د پشترود ولسوالۍ اړوند په چهاربرجک کلي کې دوو ډلو ځوانانو شخړه کړې وه او دوسیې یې امنیتي حوزه کې وې، خو ستونزه د ده په منځګړیتوب په حوزه کې د خبرو له لارې حل شوه او مخالف لوري دواړه په خوښۍ له حوزې راووتل.

دغه راز دی وایي چې د یادې ولسوالۍ د ساج کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه رامنځته شوې وه چې بیا هم د ده په منځګړیتوب حل شوه او د بدو عواقبو مخه یې ونیول شوه او اوس دواړه کورنۍ په سوله ییزه فضاء کې په خپل کلي کې ګډ ژوند کوي.

د سیمې خلک وايي، حقیار که څه هم د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ دی، خو تل ټولنیزې ستونزې هواروي او په دې برخه کې په  فراه کې د ښه نوم څښتن دی.

د دغه ولایت اوسېدونکی عبدالخالق فراهي پژواک خبري اژانس ته وویل چې حقیار د خلکو تر منځ د سوله ییز ژوند رامنځته کولو په برخه کې د دغه ولایت مخکښ ځوان دی او په دې برخه کې یې اغېزمن ګامونه اخیستي دي.

فراهی وایي، که نور ځوانان هم د حقیار په څېر د سوله ییز ژوند لپاره هڅې وکړي په ولایتی کچه به تاوتریخوالي تر ډېره بریده راکم شي.

محمد داوود حقیار، په هېواد کې د جګړو پای ته رسېدو ته خوښ دی او اوسنی فرصت د هېواد په ګټه بولي، وایې نور د دې وخت نه دی چې افغانان په خپلو کې ستونزې جوړې کړي.

د ده په اند، باید ټول افغانان تېر هېر کړي او د یوه سوکاله او پرمختللي افغانستان لپاره ګډ کار وکړي.

Views: 358

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.