ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ديني عالم: له دې وروسته به مې هڅې د ټولنیزو لانجو پر حلولو متمرکزې وي

20 Dec 2021 - 11:20
20 Dec 2021 - 11:20

قلعه نوی (پژواک، ۲۹ ليندۍ ۱۴۰۰): په  بادغیس کې يو ديني عالم شيخ الاسلامي محمد عمر چې د پخواني حکومت له سقوط مخکې يې په هېواد کې د سولې د تامين لپاره کار کاوه، وايي چې له دې وروسته به يې هڅې د خلکو ترمنځ د اختلافي مسايلو پر حل او په ټولنه کې د سولې پر ټینګښت متمرکزې وي.

۴۲ کلن حاجي محمدعمر شيخ الاسلامي چې د بادغیس ولايت قلعه نو درېيمې ناحيې اوسېدونکی دی، په تېرو ۲۰ کلونو کې يې سره له دې چې په خپله سیمه کې د خلکو ترمنځ د اختلافي مسايلو د حل لپاره کار کړی، خو ډېرې هڅې يې په هېواد کې د سولې او ټيکاو پر تامين متمرکزې وې.

هغه وايي چې کابو شپږ مياشتې وړاندې کله چې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمداشرف غني حکومت لا سقوط نه و کړی، د بادغیس ولايت په مرکز قلعه نو ښار کې د اسلامي امارت او پخواني حکومت ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه وه. د جګړې لمبې دوره زورورې وې چې هیڅ شخص په کور او بازار کې ځان خوندي نه احساساوه.

نوموړي وويل چې هغه مهال د ده ډېره هڅه دا وه چې د ښکېلو لوريو ترمنځ د اوربند او سولې تامينولو لپاره دواړه لوري عملي ګام پورته کړي او د ده او د سيمې د يو شمېر نورو  مشرانو د هڅو په پايله کې اوربند اعلان شو.

حاجي محمد عمر نه يوازې په دې ولايت کې د سولې او اوربند تامينېدو لپاره هڅې کړې، بلکې ده د قومي لانجو د حل لپاره هم کوښښ کړی او په پايله کې يې يو شمېر قومونو چې څو کلنه دښمني يې درلوده، دښمني ختمه شوې او د سولې او پخلاينې لپاره يې مرسته کړې.

حاجي محمدعمر شيخ الاسلامي له پژواک سره په مرکه کې وويل:” خدای دې د هر هغه مسلمان هڅې قبولې کړي چې د سولې او  آرامۍ لپاره يې کوي، متعال خدای دې موږ ته هم توفیق راکړي، کله مو چې ولیدل ولايت مو ورانېږي او درې څلور ورځې زموږ د ډېری ځوانانو مړي د سړکونو پر سر پراته وو، نو ما له څو نورو کسانو سره يو ځای په بادغيس ولايت کې د سولې او اوربند لپاره اقدام وکړ، د پخواني حکومت او مجاهدينو له مشرانو سره له خبرو وروسته مو د يوې مياشتني اوربند پرسر توافق ترلاسه کړ، څو خلک  وکړای شي چې يو څه وخت آرام شي.”

هغه وايي، دوی هغه مهال د ياد ولايت لپاره د اسلامي امارت له مشرانو څخه هم وغوښتل چې ځواکونه يې دې د ښار له مرکز څخه لرې کړي او د پخواني دولت ځواکونه دې هم وسله وال اقدام نه کوي، څو خلک وکړای شي چې په سوله ييزه فضا کې کار او ژوند وکړي.

ده وويل:” موږ له دواړو ښکېلو لوريو څخه د يوه مياشتني اوربند او سولې د تامين لپاره سند واخيست، څو زموږ خلک ډاډ ترلاسه کړي چې نور په دې ولايت کې جګړه نه کېږي. ”

د ياد قومي مشر په وينا، له هاغه وخته چې نوی نظام قايم شوی تر اوسه په بادغیس ولايت کې هیڅ نښته نه ده شوې او خلک په پوره ډاډ او آرامۍ سره خپل ژوند ته دوام  ورکوي.

هغه په خپل پيغام کې له ټولو خلکو غواړي چې د قومونو ترمنځ د لانجو حلولو او سولې تامين په برخه کې دې هڅې وکړي. هغه سوله د يوې اسلامي ټولنې د پرمختګ او برياليتوب کيلي ګڼي.

نوموړی وايي:” سوله، اوربند او آرامي، د هر افغان پخوانۍ هيله ده. متعال خدای دې زموږ په هېواد کې دايمي سوله تامين کړي او اوس هم زموږ په هېواد کې سوله حاکمه ده او زه له خپلو مجاهدو وروڼو غواړم چې د هېواد د سولې او آرامۍ په فکر کې و اوسي، زموږ خلک هم د سولې په تامينولو کې ډېر مهم رول لري او بايد د لوی خدای د فرمودې مطابق چلند وکړي، څو زموږ په هېواد کې او زموږ د خلکو لپاره آرامي راولي.”

هغه د ټولنيزو اختلافونو حل په هېواد کې مهمې ننګونې وبللې او ويې ويل:” له دې وروسته به مې ډېری هڅې د ټولنيزو لانجو پر حلولو متمرکزې وي، ځکه په ټولنه کې د ډېر کم اختلاف شتون هم د ټولنې پر لویې ستونزې بدلېدای شي. ”

په عين حال کې د بادغیس يو شمېر اوسېدوونکي هم د حاجي محمدعمر او د ياد ولايت د نورو مشرانو د دغه اقدام ستاينه کوي او وايي چې د هغوی هڅې د دې لامل شوې چې خلک بياځيلي خپلو کورنو ته را ستانه شي او خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.

د بادغیس اوسېدونکو په وينا، د ياد ولايت د مشرانو دغه اقدام د دې لامل شوی چې هماغه وخت نور ولايتونه هم الهام واخلي او دواړه ښکېل لوري د جګړو او تاوتريخوالو ختمولو او سولې تامينولو ته را دعوت کړي.

د بادغیس ولايت يو اوسېدونکی محمدرحيم وايي:”  حقيقت دا دی چې د حاجي محمدعمر او رييس احمدخان په شان مشران شته چې تل يې د هېواد د ابادۍ او خلکو د ارامۍ لپاره هڅې کړې او توانېدلي چې د دولت او طالبانو ترمنځ ښه منځګړيتوب وکړي، تاسو باور وکړئ چې هغه مهال د بادغیس د مشرانو دغه اقدام د دې لامل شو چې د نورو ولايتونو مشران او اوسېدونکي هم له دوی الهام واخلي او د ښکيلو لوريو ترمنځ سوله او اوربند وکړي.”

د بادغیس اوسېدوونکي دغه راز وايي چې هغوی د حاجي محمدعمر په شان شخصيتونو له هڅو چې د سولې او اوربند تامينولو او تاوتريخوالو کمولو په موخه يې ترسره کوي، ملاتړ کوي او له تاوتريخوالو پر پاکې ټولنې ټينګار کوي.

Views: 19

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version