پلخمري (پژواک ۱۴ مرغومی ۱۴۰۰): د سالنګ مسوولين وايي چې دغه لويه لاره د زيات ورښت او واورې ښويېدلو له امله بنده شوه.
د دې لارې د څار او ساتنې ادارې مسوول قاضي عبیدالله عبید نن ناوخته پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسې په شمالي او سوېلي سالنګونو کې تر يو متره پورې واوره ورېدلې ده.
ده زياته کړه، نن له ماښام وروسته په سالنګونو کې واورې ښويېدلي چې له امله يې د کابل- شمال لاره د مسافرو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.
د هغه په وينا، دی خپله په سالنګ کې دی او د پاکولو کاري ټيم هڅه کوي چې پر سړک راښویېدلې واورې پاکې او دغه لاره ژر د مسافر وړونکو موټرو لپاره خلاصه کړي.
Views: 46
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن