کابل (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۰): د افغانستان مرکزي بانک وايي چې له څو میاشتني ځنډ وروسته په بانکونو کې د پیسو ورکولو «اې ټي اېم» ماشینونه بېرته فعال شوي دي.
مرکزي بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بانکونو له ټولنې او سوداګریزو بانکونو سره د خبرو په پایله کې دغه ماشینونه سره له نن څخه په ټولو بانکونو کې فعال شول.
مرکزي بانک زیاته کړې چې دوی هڅه کوي څو خلکو ته ښه بانکي خدمات وړاندې کړي.
د مرکزي بانک اعلامیه کې ټینګار شوی چې د بانکي خدماتو د عادي کولو هڅې په چټکۍ دوام لري.
د افغانستان بانک له اې ټي اېم ماشینونو د پیسو ایستلو د محدودیت په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د مخکني نظام له پرځېډو روسته د بانکدارۍ او پیسو ورکولو د اتومات ماشینونو په ګډون د حکومتولۍ په ټولو برخو کې ستونزې راپیدا شوې.
Views: 609
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن