کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۰): د برېښنا ریاست وايي، هغه کسان چې د برېښنا په غیر قانوني کړنو کې لاس ولري، له دندو به ګوښه او اړوندو سرچینو ته به معرفي شي.
د برېښنا ریاست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، هغه کسان (د برېښنا شرکت پیرودونکي یا کارکوونکي) چې په غیر قانوني کړنو، لکه د برېښنا مزو په ترو یا په مستقیم ډول نښلول، په مېترونو کې لاسوهنه، له پېرودونکو د بې مورده پیسو اخیستل، غلا او د برق د تجهیزاتو تخریبول، لاس ولري، نه یوازې دا چې قانوني چلند به ورسره وشي، بلکې له دندې به منفک او اړوندو ادارو ته به معرفي شي.»
په خبرپاڼه کې زیاته شوې: «له همدې امله د برېښنا شرکت مشرتابه له ټولو پیرودونکو، په ځانګړې توګه د دغه شرکت له کارکوونکو جدي غوښتنه کوي چې د فساد د پدیدې د مخنیوي او له منځه وړلو او د فساد د عاملینو د نیولو په موخه اړوند بنسټونو ته خبر ورکړي او یا هم د برېښنا شرکت د پیرودونکو خدمتونو له ۱۴۴ شمېرې سره اړیکه ونیسي.»
سرچينه زياتوي چې د برېښنا شرکت رهبري د دغه شرکت له ټولو کارکوونکو غوښتي چې د پورتنيو مواردو د نه مراعاتولو په صورت کې د برېښنا د ضايعاتو د مخنيوي په موخه له يادو کسانو سره قانوني چلند وکړي.
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن