کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۰): حکومتي مسوولین وايي چې مخدوم عالم د انسان تښتونې په تور نیول شوی او اوس کابل ته لېږدول شوی دی.
د یوه راپور له مخې، د اوسني حکومت یو پخوانی چارواکی مخدوم محمد عالم رباني د مرغومي په ۲۲مه «د مرکزي حکومت په امر» مزارشریف ښار کې ونیول شو. د نوموړي له نیول کېدو وروسته د هغه سلګونه پلویانو د پنجشنبې ورځې تر ماسپښین وروسته د فاریاب د مرکز میمنې ښار واټونو ته راووتل او د نوموړي د خوشي کېدو غوښتنه یې وکړه.
د میمنې ښار د امنیتي وضعیت د ارزونې، یادو پېښو او فاریاب ولایت د وضعیت څېړلو لپاره د کرنې د وزیر، په شمال کې د الفتح قول اردو د قوماندان او جوزجان د والي په کډون یو پلاوی تېره ورځ میمنې ښار ته سفر وکړ، له سیمه ییزو مسوولینو، دیني عالمانو، قومي مخورو او د بېلابېلو قشرونو له استازو سره یې خبرې کړې دي.
په ورته وخت کې د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني وايي، کشفي ارګانونو داسې شواهد ترلاسه کړي وو چې مخدوم عالم په اختطاف کې ښکېل و او یاده موضوع تر څېړنو لاندې ده.
نوموړي وویل چې عالم د استخباراتو له خوا نیول شوی او اوس کابل ته انتقال شوی دی.
خو مخدوم ته نږدې کسان ملا خیر الله مبشر او حاجي فیض الله د اختطاف په قضیو کې د نوموړي لاس لرل رد کړي خو دا یې منلې ده چې نوموړی اوس مهال د کابل په استخباراتو کې دی او د خبرو اجازه نه لري.
د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست او د دغه پلاوي غړي مولوي عبدالرحمن راشد وویل: ((قانون د «اسلامي امارت» په ټولو مشرانو او مسوولینو تطبیق کېږي، اوسني نظام کې د قوم او ژبې خبرې ځان نه لري، چا د نهه کلن ماشوم عبدالرووف موضوع ته چې مخکې مزار شریف ښار کې تښتول شوی و مخدوم پورې نسبت ورکړی باید پوښتنه ترې شوې وای.))
نوموی وايي چې که مخدوم هېڅ ګناه نه وي کړې او بېګناه ثابت شي خوشی به شي.
Views: 993
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن