ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د افغانستان صادرات ۴۰ سلنه ډېر شوي دي”

“د افغانستان صادرات ۴۰ سلنه ډېر شوي دي”

author avatar
17 Jan 2022 - 16:51
“د افغانستان صادرات ۴۰ سلنه ډېر شوي دي”
author avatar
17 Jan 2022 - 16:51

کندهار (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۰): په افغانستان کې د سوداګرۍ خونې رییس محمد یونس مومند وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال د هېواد په صادراتو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

هغه دا څرګندونې نن د مرغومي په ۲۷مه د کندهار په سوداګرۍ خونه کې د دغې خونې لپاره د نوی رییس د ټاکلو په مراسمو کې وکړې.

د کندهار د سوداګرۍ خونې د پخواني مشر حاجي نصرالله زهیر پر ځای محمد صدیق مومند د نوي مشر په توګه وټاکل شو او دنده یې پیل کړه.

په دغو مراسمو کې د کندهار تر څنګ د یو شمېر ولایتونو پانګه والو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس او نورو کسانو ګډون کړی وو.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې رییس محمد یونس مومند وویل، که څه هم د صادراتو او وارداتو په برخه کې ستونزې شته خو بیا هم د تېر کال په پرتله سږ کال د هېواد صادرات ۴۰ سلنه زیات شوي دي.

هغه زیاته کړه: ((سږ کال د صادراتو کچه ۱۰۸۰ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده، په داسې حال کې چې پخوا دا کچه ۷۲۹ میلیونه ډالره وه.))

د ده په خبره، له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د ستونزو پر هواري خبرې رواني دي او تمه ده چې په دې برخه کې پرمختګ وشي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس خان جان الکوزي وویل، کندهار د سیاسي او نظامي اهمیت تر څنګ سوداګریز اهمیت هم لري او په دغه ولایت کې د سوداګرۍ خونې بنسټ ۹۰ کاله مخکې اېښودل شوی دی.

هغه زیاته کړه، اوس جګړه نشته، په لارو کې له سوداګریزو موټرو پیسې نه اخیستل کېږي خو یوه اقتصادي جګړه پيل شوې چې افغانان باید په دې کې هم بریالي شي.

د هغه په وینا، د سوداګرۍ لپاره تر ټولو لومړۍ اړتیا بانکي سیسټم دی چې اوس له محدودیتونو سره مخ دی، له نړۍ سره دا ستونزه باید حل شي ځکه سوداګر پيسې لري خو سوداګري نه شي ورباندې کولای.

ده وویل، اوسنی حکومت له سوداګرو سره په هره برخه کې همکاري کوي خو امریکا او نوره نړۍ باید له سوداګرو سره ستونزې و نه لري ځکه د هغوی کار له حکومت سره دی نه له خصوصي سکتور سره.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مخکني رییس حاجي نصرالله زهیر هم په خپلو خبرو کې وویل، دا چې په هېواد کې اقتصادي مشکلات زیات دي نو دی به بیا هم خپلې مشورې له سوداګرۍ خونې او نورو سوداګرو سره شریکوي.

هغه د حکومت له مسوولینو وغوښتل چې د سوداګرو ملاتړ وکړي، ځکه که سوداګري پر پښو ولاړه وي نو د هېواد حالت به ورسره سم وي.

نوي ټاکل شوي رییس محمد صدیق مومند بیا په خپله وینا کې له سوداګرو مننه وکړه چې په ده یې باور وکړ او دا دروند مسوولیت يې ور وسپاره.

ده زیاته کړه، هڅه به وکړي چې د سوداګرۍ په برخه کې پرتې ستونزې تر خپله وسه حل کړي او دغه راز یې ټينګار وکړ چې پانګه وال دې په هېواد کې دننه پانګونه زیاته کړي.

په غونډه کې د کندهار تر څنګ د کابل، پروان او ځینو نورو ولایتونو سوداګرو هم خبرې وکړې او په هېواد کې دننه پر پانګونې او دغه راز د صادراتو او وارداتو په برخه کې د شته ستونزو پر هواري یې ټینګار وکړ.

Views: 242

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.