ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نیمروز کې د اکسیجن د تولید یوې دستګاه فعالیت پیل کړ

په نیمروز کې د اکسیجن د تولید یوې دستګاه فعالیت پیل کړ

author avatar
31 Jan 2022 - 17:23
په نیمروز کې د اکسیجن د تولید یوې دستګاه فعالیت پیل کړ
author avatar
31 Jan 2022 - 17:23

زرنج (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۰): د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې د ١٥٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت د اکسيجن د تولید یو ماشین فعال او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

دغې دستګاه د «نور فارما» په نوم د درمل جوړولو شرکت له خوا چې په نیمروز ولایت کې فعالیت کوي، د «کوردید موسسې» په مالي مرسته چې د روغتیا، سولې، پوهنې او بشري حقونو په برخو کې کار کوي په فعالیت پیل وکړ.

د نيمروز د عامې روغتيا رييس ملا عبدالرحمن عبدالله د يادې دستګاه د پرانيستې په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ماشین په فعالېدو سره به د نيمروز په روغتونونو کې د اکسيجن د کمښت ستونزه هواره شي.

د نيمروز والي ملا نجیب الله رفیع هم پژواک ته وويل چې د یادې دستګاه په فعالېدو سره به په روغتونونو کې خلکو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې شي.

د نورفارما شرکت مسوول احمدشاه پژواک ته وويل، دغه دستګاه چې د ١٥٠زره امريکايي ډالرو په لګښت فعال شوه، په ٢٤ ساعتونو کې به د ١٢٠ بالونونو په اندازه اکسیجن تولید کړي چې هر بالون د ۴۰ کیلوګرامه اکسیجن د ځایولو وړتیا لري.

هغه زیاته کړه چې یاد ماشین یو کال ګرنټي لري او ۹۵ سلنه کارونه یې اتومات ده.

نوموړي وويل چې په زرنج ښار کې د یادې دستګاه او ودانۍ کار یې شاوخوا پنځه مياشتې مخکې پيل شوی و چې پرون بشپړ او د نيمروز د عامې روغتيا رياست ته وسپارل شوه.

د يادونې ده چې د کرونا ويروس د ناروغانو په درملنه کې ډېر اکسيجن کارول کېږي، چې په دې وروستيو کې د روغتيايي سرچينو له خوا په هېواد کې د هغه د نوې بڼې (اومېکرون) ليدل کېدل تاييد شوي دي.

له دې مخکې په نیمروز ولایت کې د اکسیجن د تولید کوم ماشین فعالیت نه درلود.

Views: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.