ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د ټرافيکي پېښو له امله یو کس مړ او لس نور ټپیان شوي

هلمند کې د ټرافيکي پېښو له امله یو کس مړ او لس نور ټپیان شوي

author avatar
1 Feb 2022 - 11:11
هلمند کې د ټرافيکي پېښو له امله یو کس مړ او لس نور ټپیان شوي
author avatar
1 Feb 2022 - 11:11

لښکرګاه (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۰): د هلمند چارواکي وايي چې په ياد ولايت کې په درېيو جلا ترافيکي پېښو کې يو کس مړ او لس نور ټپيان شوي دي.

يادې پېښې تېره ورځ د هلمند په ګرشک، باباجي او نهرسراج  ولسواليو کې  شوې دي.

د ياد ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د مطبوعاتو امر مولوي محمد قاسم ریاض نن پژواک خبري ژانس ته وویل چې پرون د باباجي ولسوالۍ په لوی مانده سيمه کې د يو رينجر موټر چپه کېدو له امله يو ملکي کس مړ شوی او دوه نور ټپيان دي.

نوموړي دغه راز زياته کړه چې پرون د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې يوه لوکسل له ويټس موټر سره ټکر کړی او له امله يې ۸ کسان ټپيان شوي دي.

نوموړی دغه راز وايي چې په نهر سراج  ولسوالۍ کې هم پرون ناوخته يوه ترافيکي پېښه رامنځته شوه خو مرګ ژوبله نه لري.

دی وايي چې د پېښو ټپيان د بست او ګرشک ولسوالۍ ايمرجنسي روغتونونو ته لېږدول شوي او د روغتيايي وضعيت په اړه يې ډاکټرانو ډاډ ورکړی دی.

Views: 32

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.