ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د کرونا ناروغان ډېر شوي، د بادغیس د کرونا روغتون دې بېرته فعال شي

خلک: د کرونا ناروغان ډېر شوي، د بادغیس د کرونا روغتون دې بېرته فعال شي

author avatar
7 Feb 2022 - 14:58
خلک: د کرونا ناروغان ډېر شوي، د بادغیس د کرونا روغتون دې بېرته فعال شي
author avatar
7 Feb 2022 - 14:58

قلعه نو (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۰): روغتیايي مسوولین او د بادغیس اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د کرونا ناروغۍ نښې په ډېرو خلکو کې لیدل کېږي، اړتیا ده چې په دغه ولایت کې د کرونا ځانګړی روغتون بېرته فعال شي.

دوی وايي چې په بادغیس کې د کرونا روغتون شاوخوا پنځه میاشتې مخکې د بودجې او لازمو امکاناتو د نه شتون له امله غیر فعال شو.

د بادغیس د مرکز قلعه نو ښار یوه اوسېدونکي عبدالغفار عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د هوا له یخېدو سره هم مهاله په دغه ولایت کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ډېر شوی دی.

هغه وايي: ((په دې ورځو کې په ډېرو کسانو کې د کرونا نښې لیدل کېږي او په بادغیس ولایت کې د کرونا روغتون هم فعالیت نه کوي، خلک نه پوهېږي څه وکړي، چېرته لاړ شي او ټسټ وکړي چې ایا پر کرونا اخته دی کنه، مخکې روغتون فعال و، ناروغانو ته رسېدنه کېده خو اوس چې روغتون نه دی فعال، خلک هم ډېرې ستونزې لري.))

د محمد ابراهیم په نوم د یاد ولایت بل اوسېدونکی هم وايي: ((همدا اوس ډېری خلک پر کرونا اخته دي، خو له بدهخ مرغه د درملنې لپاره یې هېڅ امکانات نشته، روغتون بسته دی، خلک مجبور دي یا ولایتي روغتون ته لاړ شي یا هم درملتونونو ته، خو هلته هم تشخیص نه کېږي، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.))

د بادغیس ولایت اوسېدونکي وايي چې که د هغو کسانو وضعیت ته چې د کرونا نښې نښانې په کې لیدل کېږي، جدي توجه ونه شي او د دغه ولایت د کرونا روغتون ته امکانات ونه لېږل شي، انساني ناورین به رامنځته شي.

د بادغیس د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د کرونا ناروغۍ د درملنې ۲۰ بستریز روغتون د بودجې او امکاناتو د نشتوالي له امله شاوخوا پنځه میاشتې مخکې تړل شوی دی.

د بادغیس د عامې روغتیا رییس محمد اصف قانت وویل، په دغه ولایت کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر له ډېرېدو سره هم مهاله د عامې روغتیا وزارت یاد ولایت ته درې ډاکتران جذب کړل څو په سیار ډول ناروغان وپېژني او د شکمنو ناروغانو نمونه واخلي.

هغه وویل: ((زموږ د کرونا روغتون تر اوسه غیر فعال دی، هيڅ ډونر نشته چې د روغتون د پرسونل لګښتونه تمویل کړي او موږ فعالیت وکړو، یوازې درې کسان تېره اوونۍ د عامې روغتیا وزارت له خوا جذب شوي چې په یوه اوونۍ کې شاوخوا ۱۰۰ نمونې اخلي، هرات ته یې لېږي خو تر اوسه موږ ته نه ده معلومه شوې چې مثبتې دي که منفي.))

د بادغیس د عامې روغتیا ریاست د مسوولینو په خبره، په دغه ولایت کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر تر هغه ډېر دی چې هره ورځ یې سیار ټېم نمونه اخلي؛ ځکه دغه ټېم ټولو سیمو او ناروغانو ته رسېدنه نه شي کولای.

قانت د عامې روغتیا له وزارت او مرستندویه موسسو وغوښتل چې د دغه ولایت د کرونا روغتون فعالولو په برخه کې همکاري وکړي.

د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه ۴۷۹ کسان پر کرونا اخته شوي او له دې ډلې اوو کسانو ساه ورکړې ده.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې تر اوسه تر ۱۶۳زره ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې، له دې ډلې تر ۱۴۶زره ډېر کسان ترې بېرته رغېدلي او تر اووه زره او ۴۰۰ ډېر کسان یې له امله مړه شوي دي.

Views: 28

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.