کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۰): د حرکت انقلاب اسلامي ګوند مشر وایي، نړیوال دې افغان حکومت په رسمیت وپېژني څو په دې توګه د دواړو خواوو ګټې خوندي شي.
دا څرګندونې د حرکت انقلاب اسلامي د پخواني مشر مولوي محمد نبي محمدي زوی او ځایناستي مولوي محمد نقیب محمدي د سلواغې په ۲۱مه په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
هغه وویل، نړیوال دې اوسني افغان حکومت ته وخت ورکړي څو مشروع غوښتنې یې عملي کړي.
نوموړي د نړیوالو له خوا د اوسني افغان حکومت د پر رسمیت پېژندلو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې په دې توګه به نه یوازې د دواړو خواوو ګټې خوندي شي، بلکې افغانان به پرمختګ وکړي.
هغه پر ټولو افغانانو هم غږ وکړ چې د اوسني حکومت ملاتړ وکړي او د پایښت لپاره یې کار وکړي؛ ځکه دا د ټولو په ګټه ده.
ده زیاته کړه: ((څومره مې چې وس او توان وي، د اسلامي امارت ملاتړ کوم او د پرمختګ لپاره یې کار کوم.))
د حرکت ګوند مشر یادونه وکړه چې نړیوال دې له افغان حکومت سره د خبرو له لارې مخ ته لاړ شي، نه دا چې له زوره کار واخلي.
محمدي د حکومت پر ټولو مخالفانو غږ وکړ له حکومت سره یو ځای شي او د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.
هغه له هېواده له وتلو افغانانو هم وغوښتل چې بېرته افغانستان ته راستانه شي او د هېواد په ابادولو کې ونډه واخلي.
په دې خبري غونډه کې د سرپرست حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق هم ګډون کړی و.
نوموړي وویل، دا د ټولو افغانانو مسوولیت دی چې د اوسني حکومت ملاتړ وکړي.
هغه زیاته کړه، حکومت د حرکت انقلاب اسلامي ګوند د مشر دغه اقدام ستایي او له نورو هم غواړي چې خپل هېواد ته راشي.
نوموړي یادونه وکړه چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول یې باید په جوړولو کې ونډه واخلي.
د یادونې ده، د حرکت انقلاب اسلامي ګوند مشر تېره ورځ هېواد ته راستون شو او نن یې له اسلامي امارت څخه ملاتړ اعلان کړ.
Views: 807
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن