ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کارپوهان: پر اومېکرون ډېری ماشومان اخته کېږي، خو د اندېښنې وړ نه ده

14 Feb 2022 - 09:58
14 Feb 2022 - 09:58

کابل(پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۰): طبي کارپوهانو په ټولنیزو پاڼو او ځینو رسنیو کې هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د کرونا په «وامېکرون» ناروغۍ ماشومان هم اخته کېږي او د دوی په منځ کې د مړینې کچه لوړه ده او وايي، د کرونا دغه بڼه په ماشومانو کې ډېره خپریږي، خو د کمزورو نښو نښانو درلودونکې ده.

دغه راز په هېواد کې طبي کارپوهان هم وايي، له دې امله چې په ماشومانو کې د دې ناروغۍ نښې او نښانې کمزورې دي؛ نو د دوی تر منځ د مړینې کچه هم خورا کمه ده.

ادعا: د کرونا په نوې بڼه (اومېکرون) ډېری ماشومان اخته کېږي چې له امله یې د مړینې شمېرې د اندېښې وړ دي.

د کرونا په اومېکرون بڼه له ۱۸ کلنو د کم عمره ماشومان اخته کېدو په اړه د خبرداري ورکوونکي خبرونه

«ایمنا خبري اژانس» د «اومېکرون په ماشومانو کې کوم عوارض رامنځته کوي؟» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی او په کې راغلي: «په ماشومانو کې د کرونا ویروس له امله د انتاناتو شدت کم دی، خو څېړنې ښیي چې څومره چې کرونا اومېکرون بڼه ډېره خپریږي، په ماشومانو کې په ځانګړې توګه هغو ماشومانو کې چې واکسین شوي نه دي، هم د یادې ناروغۍ خپراوی ډېریږي.‎»

«تسنیم» خبري اژانس هم «مرکزي ولایت کې په کرونا د اخته ماشومانو او مړینو شمېر د اندېښنې وړ دی» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی او له کورنیو غوښتل شوي چې روغتیايي قوانین مراعات کړي.

همدا شان د «سازمان نظام پزشکی جمهوری اسلامی ایران» د «ایا اومېکرون د ماشومانو د مړینې سبب کېږي؟» مطلب په خپرولو سره ویلي چې د کرونا په اومیکرون بڼه ماشومان هم اخته کېږي او د دوی تر منځ د مړینې شمیر خورا لوړ دی.

د «مشاور ارشد سلامتی» په نوم فېسبوک پاڼې د «ماشومان، د امېکرون نوی ښکار» تر عنوان لاندې په خپاره کړي مطلب کې راغلي: «د مفیدو ماشومانو د روغتون رییس: د پوزې بهېدل، د ستوني درد، سر درد، د اوازد خرابوالی، ‎ټوخی، تبه، ستړیا او لړزه، کله ناکله د معدې ستونزې لکه پېچ او کانګې په ماشومانو کې د اومېکرون له نښو دي. ځینې ​​​​وخت د سږو ستونزه هم رامنځته کېږي او په سختو حالاتو کې ساه لنډي او د شونډو زخمونه هم رامنځته کېږي.»

د «مشاور ارشد سلامتی» په نوم ټولنیزې پاڼې د «د قم له ۶ کلونو څخه کم عمره د پام وړ ماشومان بستر دي» تر عنوان لاندې مطلب کې ویلي: «د قم پوهنتون د طبي علومو د درملنې مرستیال خبر ورکړی چې په دغه ښار کې له شپږو کلونو څخه د کم عمر لرونکي ډېری ماشومان په کرونا اخته شوي چې په خراب وضعیت کې په روغتون کې بستر شوي دي. قم له لسو ورځو راهیسې د کرونا په ناوړه وضعیت کې دی.»

محمود پرهام د سه شنبې په ورځ وویل: «زموږ په روغتون کې د بستر ناروغانو شمېر د کرونا د شپږمې څپې د لومړۍ اونۍ په پرتله دوه نیم برابره زیات شوی او تمه ده چې دا شمېر به په راتلونکو دوو اونیو کې څو برابره ډېر شي.»

په ورته مهال، د «امل هامبورک» په نوم فېسبوک پاڼې «د هامبورګي زده کوونکو ترمنځ د کرونا خپرېدو کموالی!» په نوم خپاره کړي مطلب کې ویلي: «په وروستیو اونیو کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ترمنځ د کرونا ناروغۍ لوړ شمېر په ځانګړې توګه د والدینو لپاره د اندېښنې وړ دی.»

حقیقت موندنه:

په افغانستان کې طبي کارپوهان په کرونا د اتلس کلونو کم عمره ماشومانو د اخته کېدو په اړه څه نظر لري؟‎

د کابل په يوه روغتون کې د ماشومانو د داخله ناروغیو ډاکتر نورالحق يوسفزي پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې په اومېکرون بڼه د ماشومانو د اخته کېدو راپورونه واقعیت نه لري.‎

د هغه په ​​وينا، د کرونا په تېرو څپو کې ماشومان لږ پرې اخته کېدل، خو نښې نښانې يې ډېرې وې؛ خو اوس په اومېکرون بڼه ‎ډېر اخته کېږي، خو لږې نښې او علایم لري، چې په عمومي ډول کولای شو ووایو چې پخوا به علایم سخت وو، خو اوس په ماشومانو کې علایم کمزوري دي.

هغه وویل: «په مخکنیو څپو کې چې زه د صحت طفل ‎ روغتون رییس وم، ماشومان به یې په خورا سخت حالت روغتون ته لېږدول‎ او موږ د ماشومانو د مړینې درې پیښې ثبت کړې وې.»

نوموړی وویل، په ډېرو مواردو کې ماشومان عادي نښې هم نه لري، خو نورو ته د کرونا ویروس تر ټولو ښه لېږدوونکي دي، خو خپله ‎سختې نښې نښانې نه لري.

د يوسفزي په وينا، که په ماشومانو کې اوميکرون د کومې بلې ناروغۍ ضمیمه نه وي، د مرګ لامل نه کېږي.

هغه پر کرونا د ماشومانو د مخنیوي څرنګوالي په اړه وویل چې د کرونا ویروس د خپرېدو څرنګوالی په ماشومانو او لویانو کې یو شان دی او دوی هم باید همغه روغتیایی لارښوونې مراعات کړي.

په ورته مهال، د افغان- جاپان روغتون د (IPC) مسوول ډاکټر ولي مېړني براتزي پژواک خبري اژانس ته وويل: «د افغان- جاپان په روغتون کې شاوخوا څلور اونۍ مخکې موږ د ۱۵ او ۱۸ کلونو تر منځ یو شمېر بستر ناروغان درلودل چې ټسټونه یې مثبت پېژندل شوي وو.»

خو هغه وايي، تر اوسه په افغانستان کې داسې کېټونه نشته چې د اوميکرون ډول معلوم کړي.

په همدې حال کې د عامې روغتيا وزارت وياند جاوېد هژیر پژواک ته وويل: «د ډیلټا بڼې په پرتله په اومېکرون بڼه له ۵ څخه تر ۱۱ کلونو پورې ماشومان هم اخته شوي دي.»

هغه زیاته کړه: «د هغو شمېرو له مخې چې د هېواد له روغتیا وزارت سره دي، د کرونا ویروس له پیله تراوسه د اومېکرون بڼې په ګډون موږ په سلو کې یو سلنه ناروغان له ۵ تر ۹ کلونو پورې ماشومان لرو، خو د مړینې کچه یې صفر ده.»

هغه وايي، پر ماشومانو اومیکرون ډوله کرونا د عادي زکام په څېر تېریږي.

پرمختللې ټولنې د ماشومانو لپاره هم د «پریاتریک کووېډ-۱۹» په نوم واکسین لري، خو په افغانستان او د درېیمې نړۍ په هېوادونو کې دغه واکسین له ۱۸ کلنو څخه پورته کسانو لپاره شته او د ماشومانو لپاره بیا نشته.

پرېکړه: د کرونا په نوی بڼه ماشومانو ډېر اخته کېږي، خو د مړینې کچه یې ټیټه ده؛ ځکه چې کمزورې نښې نښانې لري.

Views: 128

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version