ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته۶۱۰ ماشومان ثبت شوي

د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته۶۱۰ ماشومان ثبت شوي

author avatar
1 Feb 2023 - 19:55
د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته۶۱۰ ماشومان ثبت شوي
author avatar
1 Feb 2023 - 19:55

کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱): د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته ۶۱۰ ماشومان راجسټر او د درملنې لپاره د هېواد روغتونونو ته ورپېژندل شوي دي.

سرچينې ویلي، له دې ډلې ١٨٤ ماشومان بېرته رغېدلي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي او تر اوسه د دې ناروغۍ له امله د کوم ماشوم د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی.

د سرې میاشتې ټولنې د اطلاعاتو او نشراتو رییس عرفان‌الله شرف‌زوی وویل، مخکي د زړه سوري پر ناروغۍ د اخته ‎ماشومانو د درملنې امکانات نه وو او پرې اخته ماشومان به بهرنیو هېوادونو ته لېږدول کېدل.

د هغه په خبره، اوس په هېواد کې د ډاکترانو ظرفيت لوړ شوى او تر ډېره بریده د دغه ډول ناروغو ماشومانو درملنه په هېواد کې کېږي.

شرف‌زوى زياته کړه: «په روان کال کې یې ٦١٠ ماشومان روغتونونو ته ورپېژندلي چې له دې ډلې ١٨٤ یې روغ شوي او خپلو کورونیو ته سپارل شوي دي او تر عملیاتو لاندې د مړینې کچه صفر ده.»

نوموړي دغه‌راز زياته کړه، په هېواد کې د زړه سوري پر ناروغۍ د اخته ماشومانو کره شمېره نه لري، خو دا مهال له دوى سره شاوخوا ۱۱ د زړه سوري پر ناروغۍ اخته ماشومان ثبت دي.

هغه وويل، له ٢٠٠٨ زېږدیز کال راهيسې يې د شاوخوا ١٣ زره دغه ډول ناروغو ماشومانو درملنه کړې ده.

سرچينې زياته کړه، مخکې به پر دې ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې لپاره چين، هند، المان او پاکستان ته لېږدول کېدل، خو د هغه په ​​وينا، سږ کال يوازې ٩ ماشومان پاکستان ته لېږدول شوي دي.

بل‌خوا، د هېواد د عامې روغتیا وزارت وايي چې اوس هم د هېواد په روغتونونو کې د زړه سوري پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره کافي امکانات نشته.

د یاد وزارت وياند ډاکتر شرافت زمان پژواک خبري اژانس ته وويل، دا مهال په هېواد کې د زړه سوري پر ناروغۍ د زیاتو اخته ماشومانو درملنه کېږي، خو د ده په خبره، لا هم په هېواد کې کافي امکانات نشته او اړتیا ده چې ځیني ناروغان بهر ته ولېږدول شي.

هغه زياته کړه، د هېواد د عامې روغتيا وزارت په هېواد کې د زړه سوري پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې اسانتياو برابرولو په موخه خپلې هڅې پيل کړې دي.

بلخوا، پر یادې ناروغۍ د یو شمېر اخته ماشومانو کورنۍ چې په هېواد کې د اولادونو درملنه یې شوې، په روغتونونو کې له روغتيايي خدمتونو خوښ دي.

د دوه‌نيم کلن ماشوم پلار مطيع‌الله چې د زړه سوي پر ناروغۍ اخته و پژواک ته وويل، د زوی درملنه يې په هېواد کې دننه د افغان ډاکترانو له خوا وشوه.

هغه وويل: «زوی مې دوه‎نيم کلن دی او زړه یې سوری و، يوه اونۍ وړاندې د مور او ماشوم لپاره د فرانسې طبي انستيټیوت ته ور وپېژندل شو او څلور ورځې وړاندې يې عمليات ترسره شول، نن له خیره له روغتونه رخصتېږو.»

خو یو شمېر هغه کورنۍ چې ماشومان یې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته دي، غواړي چې هر څه ژر په هېواد کې ورته د درملنې زمینه برابره شي.

ډاکتران وايي، د زړه سوري ناروغۍ اصلي لامل تر اوسه نه دی معلوم، خو په خبره یې چې څېړنې ښيي چې جنټیکي فکټورونه پکې رول لري.

د ماشومانو د عمومي جراحۍ او د زړه جراحۍ متخصص ټرېنر ډاکتر محمدحنیف تسل وویل: «هغه فکټورونه چې د دې زمینه برابروي څو یو ماشوم په سوري زړه وزېږېږي، جنټیکي فکټورونه دي چې په دې برخه کې زیات رول لري، په ځانګړې توګه هغه والدین چې پر دغه ډول ناروغۍ زېږېدلي وي.»

خو هغه زیاته کړه چې تر اوسه د دې ناروغۍ مشخص لامل نه دى معلوم چې ولې ماشوم د زړه سوري پر ناروغۍ اخته کېږي.

هغه زیاته کړه: «همدارنګه چاپېریالي فکټورونه چې نامعلوم فکټورونه دي او د ځینو درملو کارول په ځانګړې توګه هغه درمل چې د عصبي اختلالاتو لپاره کارول کېږي، د معدني موادو کمښت، کم‌خوني او د امیدوارۍ پر مهال د مور تغذیه، دا ټول په ماشومانو کې د زړه سوري ناروغۍ پیدا کېدو لامل کېږي.»

هغه په ​​ټینګار سره وویل، هغه مور چې د امیدوارۍ پر مهال پر ځینو ساري ناروغیو لکه محرقه او داسې نورو اخته وي او یا د امیدوارۍ پر مهال ځیني ناسم تغذیه کوونکي درمل وکاروي او یا هم جنټيکي فکټورونه ولري، کېدای شي دا ټول د دې زمینه برابره کړي چې ماشوم د زړه سوري پر ناروغۍ اخته وزېږېږي.

Views: 154

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.