کابل (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۰): ملګرو ملتونو، د نړۍ د دولتونو د مشرانو او بهرنیو چارو وزیرانو د نومونو له نوملړ څخه د افغانستان د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني او بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نومونه لرې کړي دي.
په دغه لېست کې چې د ملګرو ملتونو پر وېبپاڼه خپور شوی، اوس د افغانستان د ولسمشر د نوم پر ځای یوازې «د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس» او د بهرنیو چارو وزارت وزیر د نوم پرځای یوازې «د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت» لیکل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سیاسي استازولۍ پر څوکۍ تر اوسه ناندرۍ روانې دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي ماموریت دفتر څو ورځې مخکې وویل چې ولي نعیمي په دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د چارو مسوولیت او سرپرستي پر غاړه اخیستې او د نصیر احمد فایق پر ځای ټاکل شوی دی.
خو فایق بیا وروسته پر خپله ټوېټرپاڼه ولیکل چې دی لا هم هلته د افغانستان استازی دی او دا ماموریت مخې ته وړي او ملګري ملتونه اتمر د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه نه پېژني او مکتوب یې رسمیت نه لري.
څه موده مخکې د افغانستان سرپرست حکومت سهل شاهین دغه څوکۍ ته نوماند کړی و، خو ملګرو ملتونو تر اوسه نه دی منلی.
Views: 844
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن