ګردېز (پژواک ۱۳ کب ۱۴۰۰): د پکتيا مسوولین وايي چې د دغه ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او شل تنه نور ټپيان شوي دي.
د سرچينو په خبره، دغه چاودنه د يادې ولسوالۍ د خروټو په نوم کلي کې د جومات مخې ته شوې ده.
د سيمې يوه اوسېدونکي مدين خان پژواک خبري اژانس ته وويل: «چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د خروټو په کلي کې خلک د جمعې له لمانځه څخه د راوتلو په حال کې وو.»
د ده په خبره، په دې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او اتلس نور ټپيان شوي دي.
د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور ریيس خالقيار احمدزی دغه چاودنه تايیدوي او وايى چې په دې پېښه کې درې تنه وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل دي.
دى زياتوي، د پېښې ټپيان ځايي روغتون ته رسول شوي چې د ځينو وضعيت يې ښه نه دى.
نوموړي وويل، په دې سيمه کې له کلونو کلونو راهيسې د دوو قومونو تر منځ د ځمکې پر سرلانجه ده او ښایي نننۍ چاودنه هم له همدې امله وي.
تر اوسه پورې کوم لوري هم د دې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.
Views: 53
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن