ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طب پوهان: د کرونا درملنې لپاره د بتادین قطرې اغېز علمي اساس نه لري

د طب پوهان: د کرونا درملنې لپاره د بتادین قطرې اغېز علمي اساس نه لري

author avatar
10 Mar 2022 - 11:54
د طب پوهان: د کرونا درملنې لپاره د بتادین قطرې اغېز علمي اساس نه لري
author avatar
10 Mar 2022 - 11:54

کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۰): د ​​کابل ځيني ښاریان او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د کرونا ناروغۍ په مخنیوي او درملنه کې د «یو څاڅکي بتادین او لس څاڅکو اوبو» کارول ګټور بولي؛ خو د طب پوهان دا اوازه بولي او وايي چې دغه څرګندونې علمي بنسټ نه لري او خلک باید د ډاکټر له وړاندیز پرته له بتادین څخه استفاده ونه کړي.

بتادین څه شی دي؟

د ډاکترانو په وینا، د پزې اسپرې یا سینوس «بټاډین» یو محصول دی چې د سینوزیټ د نښو درملنې او مخنیوي لپاره کارول کېږي، کوم چې د پزې بندښت په له منځه وړو، د ساه لنډۍ مخنیوي او د پزې مخاطونو بیارغېدو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي او تنفسي سیسټم ته د حساسیت زېږوونکو عواملو او معلقو ذراتو د ننوتلو مخه نیسي.

د بتادین په اړه خپاره شوي مطالب چې علمي اساس نه لري.

 «فارمافوري» ويبپاڼې د «پیشگیری از کرونا با اکتوئین|» تر عنوان لاندې خپاره کړي مطلب کې لیکلي: «که په څو ساعتونو کې د پزې دننه برخه په اکتوئین (بتادین) سپرې سره لنده شي…. د نفس تنګۍ ناروغیو لکه کرونا د انتقال او پرې د اخته کېدو خطر کمېږي؛ خو په اکتوئین سره د کرونا د مخنیوي په اړه څېړنې لا هم روانې دي.»

د «Liliteh Legault» په نوم فېسبوک کاروونکي د کرونا ناروغۍ درملنې او مخنیوي لپاره د بتادین قطره او د پاکو جوش شوو اوبو څاڅکو کارول وړاندیز کړي دي.

هغه لیکلي، د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره له یادو قطرې او اوبو استفاده، د نړۍ د سترو ډاکټرانو له لوري وړاندیز شوې ده.

د هغه په ​​وینا، په ورځ کې څو ځلې خپله پزه او ستونی په (یو څاڅکي بتادین + لس څاڅکي پاکو جوش کړو اوبو) سره ومینځئ.

په ورته مهال، د «ح خالی از خلل» په نوه یوه ټویټر کاروونکي لیکلي «ما تل د بتادین یو څو څاڅکي او لږ د لاس مینځلو مایع پر خپلو لاسونو اچول او د څو دقیقو لپاره به مې لاسونه سره موښل، د خدای شکر چې روغ شوم، کرونا زموږ لپاره څه شی نه ده، موږ هپاټیټ بي. سي. اېچ. ای. وي هم درلول چې اوس …»

د کابل اوسېدونکې انیسه وايي، خور یې شاوخوا یوه میاشت مخکې پر کرونا اخته شوې وه، هغه وخت یې د خپلوانو له ډلې یوه کس ورته بتادین او اوبه توصیه کړل چې پایله یې ښه وه.

نوموړې زیاته کړه: «د یوې اوونۍ په موده کې مو هره ورځ درې یا څلور ځله د بټاډین او اوبو څاڅکي ورته چمتو کول او هغه به یې په پزه تېرول او په لسمه ورځ په بشپړ ډول ښه شوه.»

د کابل ښار په خيرخانه کې یوه فارمسسټ قيس محمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، د بتادين (Betadine)، نفازولين (Naphazoline) او رينوسالټين (RINOSALTIN) چکاک د پزې له هغو چکاکو دي چې د الرژي (حساسیت) لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

د هغه په ​​وينا، ځيني انسان له دوړو او خاورو، لوګي، د ګل له بوی او داسې نورو سره حساسيت پيدا کوي او له امله يې د پزې بندېدو، پرنجي او ساه لنډۍ له ستونزو سره مخ کېږي چې د همدغو قطرو په کارولو سره يې ستونزې کمېږي.

نوموړي وویل چې دا قطرې د هغو کسانو لپاره هم وړاندیز کېږي چې د زکام له امله یې پزه وچه او بندیږي.

خو د طب پوهانو په اند، بتادین پر کرونا هيڅ اغېز نه لري.

په افغان- جاپان روغتون کې د انتاني ناروغیو درملنې برخې مسوول ډاکتر عبادالله عباد پژواک ته وویل، خلک باید دې ډول اوازو ته غوږ نه شي؛ ځکه طبي پوهان تر اوسه نه دي توانېدلي چې د کرونا درملنې لپاره درمل جوړ کړي.

هغه په خپل سر له درملو استفادې ته په اشاره وویل، هيڅ درمل نشته چې جانبي عوارض ونه لري او د هغو د استفادې له امله ښايي ناروغ عکس العمل وښيي او روغتیايي مرکز ته تر انتقال پورې ښايي له جدي ستونزې سره مخ شي.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د ډاکتر له هدایت پرته هيڅ درمل استفاده نه کړي.

د عامې روغتیا وزارت: کرونايي ناروغان دې په خپل سر درمل نه کاروي

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر جاوېد هژیر وايي چې د کرونا درملنه ځانګړي درمل او غذايي رژیم لري، یاده قطره د هيڅ روغتیايي بنسټ له خوا نه ده توصیه شوې.

هغه د ناروغانو له پایوازانو وغوښتل چې پر کرونا اخته کسانو ته په خپل سر درمل ور نه کړي، له ډاکتر سره په مشوره دې د کرونايي ناروغ پالنه وکړي.

د یادونې ده، تر اوسه طبي عالمان نه دي توانېدلي د کرونا ناروغانو درملنې لپاره ځانګړي درمل جوړ کړي، خو ځیني واکسینونه جوړ شوي دي.

د کابل ښار په تایمني سیمه کې د قیومي درملتون مالک محمد رفیع قیومي هم وویل، بتادین قطره حساسیت لرونکو کسانو ته توصیه کېږي.

هغه وویل، په افغانستان کې د کرونا څلورمې څپې له پیلېدو وروسته اوازه خپره شوه چې ګواکې یاده قطره د کرونا د درملنې لپاره ګټوره ده او هره ورځ تر شاوخوا ۱۰ بوتله پلورل.

نوموړی وايي، ځکه دی پوهېده چې یاده قطره کرونا ناروغۍ ته ګټه نه لري، خلک یې د اوازې خپرېدو له مخې استفاده کوي، له همدې امله تل پېرېدونکو ته توصیه کوي چې دغه درمل کرونا ناروغۍ ته ګټه نه لري.

د سرچینې په خبره، په بازار کې د یو بوتل بتادین بیه ۷۰ افغانۍ ده.

Views: 154

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.