ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په امریکا کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ وتړل شوې

په امریکا کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ وتړل شوې

author avatar
16 Mar 2022 - 23:18
په امریکا کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ وتړل شوې
author avatar
16 Mar 2022 - 23:18

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۰) : د امريکا  په پلازمینه واشڼګټن کې د افغانستان سفارت او یو شمیر لویو ښارونو کې کونسلګرۍ په رسمي توګه وتړل شوې.

د افغانستان د سفارت مرستیال عبدالهادي نجرابي امریکا غږ ته ویلي چې د کب په ۲۵مه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مسئولینو ته د لنډو مراسمو په ترڅ کې افغان سفارت  وسپارل شو، چې هغوی به یې ساتنه او څارنه کوي.

هغه زیاته کړه، چې دامریکا د بهرنیو چارو وزارت مامورینو سره په دې اړه مخکې له مخکې خبرې شوې وې.

له دې سره په امریکا کې د افغانستان سفارت ټول سیاسي او کونسلي فعالیتونه بندل شول، همدغه راز په کونسلي برخه کې د پاسپورټ اخیستل، تمدیدول، د ویزو اخیستل او دا ډول نور فعالیتونه هم وتړل شول.

د افغانستان د سفارت یو مخکني دپلومات هارون حکیمي د سفارت په تړل کېدو خواشيني ښودلې ده.

هغه په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: «په امریکا کي د افغان سفارت فعالیت چي نن ودرېد، د خپګان وړ دی. سفارت په ۱۹۴۳ زیږدیز کال کې پرانستل شوی دا سفارت تر ۴۰ کاله فعالیت وروسته یو ځل په ۱۹۸۳ کي تړل شوی وو چي ۱۹ کاله وروسته په ۲۰۰۲ کي بیرته پرانستل شو او تر ۲۰ کاله فعالیت وروسته نن وتړل  شو، خو معلومه نه ده چي بیا به کله پرانستل کېږي. »

څو ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو مقام تائید کړې وه چې په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت د سخت مالي فشار او د طالبانو له حکومت سره د روابطو د نشتوالي له کبله به تړل کېږي.

دغه چارواکي ویلي وو‌ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت « د افغانستان سفارت سره په همکارۍ په داسې یو شکل د سفارت د عملیاتو د بندولو په ترتیباتو اخته دی چې د چارو تر بیا پیېلدو پورې په متحدو ایالتونو کې د دپلوماتیک ماموریت ملکیتونه یې خوندي او وساتل شي.»

تر دې مخکې داسې راپورونه ورکړل شوي وو، چې د امریکا حکومت په «سیټي بانک» کې د سفارت او دوو کونسلګریو حسابونه تړلي‌ دي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی دی، دی د جمهوریت د وخت دپلومات دی. طالبانو هم دغې څوکۍ ته خپل استازی معرفي کړی و خو ملګرو ملتونه تراوسه په رسمیت نه دی پېژندلی.

[/restrict]

Views: 100

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.