لښکرګاه (پژواک ۶ وری ۱۴۰۱): د هلمند مسوولین وايي چې د دغه ولايت په ګرشک او مارجې ولسواليو کې د ترافيکي پېښو له امله پنځه تنه ژوبل شوي دي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض، پژواک اژانس ته وویل چې نن غرمه مهال د ګرشک ولسوالۍ په يخچال سيمه کې دوه موټرسايکلونه سره ټکر شوي چې دواړه موټرسايکل چلوونکي په کې ټپیان شوي دي.
ده زياته کړه، دغه راز نن غرمه د کندهار- هرات پر عمومي سړک د ګرشک ولسوالۍ د سيدانو په سيمه کې د کرولا موټر او موټرسايکل ترمنځ ټکر شوی چې موټرسايکل چلوونکی په کې ژوبل شوی دی.
ریاض همدارنګه وايي، نن غرمه مهال د هلمند د مارجې ولسوالۍ په بلاک نهه سیمه کې د مازدا او فیلډر موټرو د ټکر له امله دوه تنه ټپیان شوي ډي.
په دې وروستيو کې په هلمند کې ترافيکي پېښې زياتې شوې دي چې په لسګونه کسان یا ټپیان شوي او يا يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
Views: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن