ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستاني طالبانو د پسرلنیو عملیاتو پیلولو اعلان کړی

پاکستاني طالبانو د پسرلنیو عملیاتو پیلولو اعلان کړی

author avatar
30 Mar 2022 - 22:14
پاکستاني طالبانو د پسرلنیو عملیاتو پیلولو اعلان کړی
author avatar
30 Mar 2022 - 22:14

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۱): پاکستاني طالبانو د روژې په میاشت کې په دغه هېواد کې د پسرلنیو عملیاتو له پیلېدو خبر ورکړی دی.

دا لومړی ځل دی چې «تحریک طالبان پاکستان» د روژې په میاشت کې د داسې عملیاتو پیلولو خبر ورکوي؛ له دې مخکې به هر کال افغان طالبانو په افغانستان کې دغه ډول عملیات اعلانول.

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه عملیات به د روژې په لومړۍ ورځ پیلېږي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه او د هغوی همکاران به په کې په نښه کېږي.

سرچینې زیاته کړې: «په دغو عملیاتو کې استشهادي عملیات، تهاجمي بریدونه، د ماینونو عملیات، د بریدونو د مخنیوي عملیات، هدفي بریدونه، د لایزر او نښه ویشتونکي بریدونه شامل دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پسرلنیو عملیاتو له پیلېدو مخکې بریدونه شوي او په تېرو دوو ورځو کې یې د خیبر پښتونخوا په ټانک او وزیرستان سیمو کې ۳۴ پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د یادونې ده، د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ په تېره ډسمبر میاشت کې د سولې تړون هم شوی و او د افغانستان طالبانو په دغه تړون کې منځګړتوب کړی و، خو له یوې میاشتې وروسته دغه تړون ختم شوی او پاکستاني طالبانو د خپلو بریدونو د بېرته پیلولو اعلان کړی و.

[/restrict]

Views: 543

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.