هرات (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۱): ځایي سرچینې وایي، چې په هرات ولایت کې د یوې چاودنې له امله ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر محمد عارف جلالي دوري په ۱۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې چاودنه نن ماښام مهال د انجیل ولسوالۍ په ښارګوټي کې شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې تر اوسه دوی ته له یادې چاودې څلور جسدونه او ۲۵ ټپیان راوړل شوي دي، خو د ټپیانو د وضعیت په اړه یې معلومات ورنه کړل.
د سیمې یو تن اوسیدونکي محمد طیب وایي چې چاودنه په شپږو بجو د توحید ۱۹ په ګذر سیمه کې د یوې سیمییزې لوبې پر مهال په داسې حال کې وشوه، چې ګڼ شمیر خلک یې نندارې ته راټول شوي وو.
نوموړي پژواک ته وویل، چاودیدونکي له مخکې څخه هلته ځای پر ځای شوي وو او تر اوسه امنیتي مسوولینو په دې تړاو څوک یې نه دی نیولی.
د هرات ولایت امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر اوسه ددې چاودنې مسوولیت هم چا په غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د نظام له بدلیدو وروسته په هرات ولایت کې دادریمه چاودنه ده، چې ترسره کیږي.
Views: 483
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن